بایدن له مکسیکو سره په سرحد کي د پناه غوښتني مقررات سختوي
۱۴۰۳ خرداد ۱۶, چهارشنبه
د امریکا ولسمشر جو بایدن له مکسیکو سره د ۳۲۰۰ کیلومتره سرحد په اوږدو کي د پناه غوښتونکو له پاره د سختو محدودیتونو اعلان وکړ.
اعلان
ولسمشر بایدن د سه شنبه په ورځ په واشنگټن کي وویل چي دغه نوی فرمان به «زموږ سره مرسته وکړي چي خپل سرحدونه کنترول کړو.» او په دې ډول به بیرته نظم رامنځته سي.
د مقرراتو سختوالی په دې معنی دی چي هغه پناه غوښتونکي چی له مکسیکو څخه په غیرقانوني ډول داخلیږي، په ډېرو مواردو کي به د پناه غوښتني د دوسیو د څیړلو پرته هغوی بیرته اخراجیږي. دا کار باید هغه وخت سمدستي وسي، چي په ورځ کي په اوسط ډول د غیرقانوني مهاجرو شمیر ۲۵۰۰ ته ورسیږي.
د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ UNHCR پر دغه فرمان باندي سخت انتقاد کړی دی.
کله چي بایدن درې کاله مخکي د ولسمشرۍ دنده پرغاړه واخیسته، د پناه غوښتني سیاست په هکله یې له انسانیته ډکې پالیسۍ ژمنه وکړه. خو د هغه دغه پالیسۍ د جمهوري غوښتونکو سیاستوالو د مخالفت او په ډیموکراټانو کي د نظر د اختلاف له امله ناکامه سوه.
بایدن د سې شنبې په ورځ وویل چي جمهوري غوښتونکو هغه ته «کوم بل انتخاب پرې نه ښود.» هغه د مهاجرت په هکله له گوندونو پرته د اصلاحاتو لایحې ته ترجیع ورکوي.
د امریکا متحده ایالاتو د داخلي امنیت وزارت د احصائیو له مخی، په دغه ۳۳۳ میلیوني هیواد کي، شاوخوا ۱۱ میلیونه بې اسناده پناه غوښتونکي اوسیږي.
د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ په حواله د بایدن فرمان د پناه غوښتني حق له گواښ سره مخامخ کوي. دغه مرستندویه بڼسټ څرگنده کړې ده چي د امریکا حکومت باید پر خپلي دغې پریکړې له سره فکر وکړي.
د امريکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، اعلان کړی دی چي د ولسمشر په توگه به د دغه سرحدي دیوال جوړولو ته ادامه ورکړي چي د خپلي ولسمشرۍ په اوله دوره کي یې تر یو ځایه جوړ کړی وو.
د ملي گارډ او پوځ په مرسته به هغه «د امریکا په تاریخ کي د مهاجرو د اخراج تر ټولو لوی عملیات» وکړي. د روان کال د نوامبر مياشتي پر پنځمه ټاکنو کي به ترمپ د بایدن پر وړاندي راڅرګند سي.
همدارنګه په امریکا متحده ایالاتو کي هم مرستندوی بڼسټونه د بایدن پر دغه فرمان انتقاد کوي. دغه فرمان د پناه غوښتونکو تضمین سوی حق کمزوری کوي. د یهودیانو د اتحادیې (HIAS) مشر مارک هیتفیلد، شکایت کوي چي ولسمشر د سیاسي فضا له لاري رهبري کیږي. د حقوقي مرستو د ټولنې (ACLU) یوه څارنوال سي ان ان تلویزیوني رسنۍ ته وویل چي د هغوی ټولنه به د دغه ډول مقرراتو پر وړاندي دعوه وکړي.
بایدن خپلو منتقدینو ته دا دلیل راووړ چي نورو ته د امریکایانو خیر رسول کرار کرار مخ پر ختمیدو دی. هغه باید یو څه ترسره کړي. جمهوریت غوښتونکو د بایدن دغه اقدام د په اصطلاح «د خلکو په سترگو کي د خاورو اچولو» په توگه محکوم کړ.
انځور: د مکسیکو او متحده ایالاتو پر پوله د کډوالو انتظار
نارینه او ښځینه کډوال غواړي، چې د امریکا متحده ایالاتو ته داخل شي. هغوی له پولي څخه د تیریدو وروسته د امریکایي پوله ساتونکو سره مخا مخ کیږي.متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ د مۍ په ۱۱ مه د کرونا ناروغۍ اړوند بیړنی حالت په رسمي توګه پای ته ورساوه. په دې توګه به کډوال هغه جنجالي قانون چې د ۲۰۲ کال په مارچ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر ټرامپ له خوا نافذ شوی و، لغوه شي.
انځور: PATRICK T. FALLON/AFP
له خنډونو څخه تیریدل
د دغو کډوالو له پاره، چې د متحده ایالاتو په لور ریو ګراند په پوله له اغزن تار او کټارو څخه تیریږي، د بندیز پای ته رسیدل د امید معنی لري. د « ۴۲ سرلیک» مقررې، د متحده ایالاتو چارواکو ته اجازه ورکړې وه، چې په پوله کډوال رد کړي. د دې مقررې سره، د کرونا وبا په جریان کې متحده ایالاتو ته د دوه نیم میلیونو څخه د زیاتو خلکو د ننوتلو مخه ونیول شوه.
انځور: HERIKA MARTINEZ/AFP/Getty Images
د ۴۲ سرلیک پر ځای ۸ سرلیک
خلک د مکسیکو او متحده ایالاتو ترمنځ د پولې کټارو ترمنځ په اوږدو لیکو کې انتظار کوي. د متحده ایالاتو حکومت ټینګار کوي چې د «۴۲ سرلیک مقرارتو» پالیسي له پای ته رسیدو وروسته به پولې خلاصې نه وي بلکې د « ۸ سرلیک» مقررات به پلي کیږي. د دې مادې له مخې، هغه خلک چې په خپلو اصلي هیوادونو کې له ځورونې سره مخ دي او متحده ایالاتو ته داخلیږي باید د پناه غوښتنه وکړي او له دې پرته به سمدستي اخراج شي.
دغه مېرمن د ریو ګراند سیند ترڅنګ په مکسیکو کې د سویلي او مرکزي امریکا د ډیرو نورو خلکو په څیر په متحده ایالاتو کې د ښه ژوند هیله لري. د متحده ایالاتو د حکومت د اټکل له مخې د مکسیکو په شمالي سیمو کې تر ۱۵۰ زرو زیات کسان متحده ایالاتو ته د ننوتلو انتظار باسي. دوی د بې وزلۍ، تاوتریخوالي، استبدادي رژیمونو، طبیعي پیښو او سازمان شویو جرمونو له امله خپل وطن پریږدي.
انځور: ALFREDO ESTRELLA/AFP
د امید زړه
دا کډوال امریکا ته رسېدلي او د ال پاسو په ښار کې د یوې کلیسا مخې ته ناست دي. د دې ښار ښاروال اوسکار لیزر تمه لري چې په راتلونکو څو ورځو او اونیو کې به ۱۵۰۰۰ نور کډوال هلته داخل شي، ځکه چې په وینا يې د مکسیکو په سیوداد جواریز ښار کې چې ال پاسو ته څېرمه پروت دی، له ۸ څخه ۱۰ زرو کډوال امریکا ته د ننوتو انتظار باسي. هغه زیاتوي چې پر دې سربیره د مهاجرینو یو «کاروان» د سیوداد خواریز پر لور روان دی.
انځور: PATRICK T. FALLON/AFP
متحده ایالاتو ته رسیدل، مګر منزل ته نه رسیدل
خو د امریکا متحدو ایالتونو د یوشمېر سرحدي ښارونو چارواکي اوس د دومره ډېرو کډوالو د رسیدو توان نه لري. په ایل پاسو کې دا کډوال له اخراج څخه تښتي او پر سړکونو خوب کوي. ماشومان د پیسو غوښتنه کوي او لږې روغتیایي اسانتیاوې ورته شته.
انځور: PATRICK T. FALLON/AFP
د کټارو په منځ کې
د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ کډوال. د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ادارې اعلان کړی دی چې د هېواد په پولو کې به یې د غیر قانوني تیریدو د مخنیوي له پاره سختګیره اقدام دوام ولري. امریکا د خپلو پولو د لا ښې ساتنې او ملاتړ له پاره ۱۵۰۰ اضافي سرتیري تیار کړې دي.