خامنه اي ته پر امریکایي سرتیرو د برید په اړه د بایډن خبرداری
۱۴۰۲ آبان ۴, پنجشنبه
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس د ايران مذهبي مشر خامنه اي ته خبرداری ورکړی دی چي که د ایران نیابتي ډلې په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو برید وکړي امریکا به یې ځواب ورکړي.
اعلان
د امریکا ولسمشر جو بایدن د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۵) په سپینه ماڼۍ کې د استرالیا له لومړي وزیر سره په یوه خبري کنفرانس کې په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو د وروستیو بریدونو په اړه غبرګون وښود.
بایدن وویل، که ایران او یا یې نیابتي وسله وال په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو برید وکړي، ځواب به یې ورکړي: «آیت الله ته زما خبرداری دا دی چې که هغه زموږ پر ځواکونو خپلو کړنو ته دوام ورکړي، موږ به یې ځواب ووایو او دوی باید چمتو وي.»
بایدن ټينګار وکړ چې د امریکا دغه اقدام به له اسرائیل سره هیڅ تړاو و نه لري.
د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل چې پر اسرائیل د حماس له برید مخکې هغو شرایطو ته بیرته ستنیدل نور امکان نه لري، هغه ټینګار وکړ "هر هغه څه چې په راتلونکي کې کیږي باید د دوو دولتونو حل لاره وي."
روسيې او چين په امنيت شورا کي د امريکا قطعنامه ويټو کړه
روسیې او چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غزې د کړکېچ په اړه د امریکا له خوا وړانديز شوی پریکړه لیک ویټو کړ.
د امریکا متحده ایالاتو له خوا وړاندیز شوي پریکړه لیک کې د غزې تړاډي ته د مرستې لیږلو له پاره د جګړې د "بشر دوستانه ودریدو" غوښتنه شوې. په دغه پریکړه لیک کې له دې هم ملاتړ شوی چې " ټول هیوادونه" د جګړې د قوانینو په مراعتولو د خپل ځان د دفاع حق لري. خو دغه پریکړه لیک په غزه کې د بشپړ اوربند غوښتنه نه ده کړې.
د غزې په اړه د روسیې د پریکړه لیک په مسوده کې د "سمدستي دایمي او بشردوستانه اوربند" غوښتنه او د ملکي وګړو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی غندل شوی، خو دغه پریکړه لیک ټاکلې رایې ترلاسه نه کړې.
وال سټریټ ژورنال: ایران تر برید مخکې د حماس ځواکونه روزلي ول
جان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) عمومي منشي له CNN سره په مرکه کي خبرداری ورکړ، چي په غزه کي یو انساني ناورین سترګي په لار دی. «د بېلګي په ډول که چیري په روغتونونو کي د برېښنا د نشتوالي او لوږي له لاسه کوچنیان ومري، دا به جنګي جنایتونه وشمېرل سی.»
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images
یحیی سنوار، په غزه کي د حماس د سیاسي دفتر مشر
یحیی له ۲۰۱۷م کال راهیسي په غزه کي د حماس تروریستي ډلي مشر دی. هغه پر اسرائيل د برید له طراحانو څخه ګڼل کیږي. سنوار، چي د کډوالو په پنډغالي کي لوی سوی دی، ویلي دي: «موږ دا غوره ګڼو، چي شهیدان سوو، د دې پرځای، چي تر ظلم او سپکتیا لاندي ومروو.»
انځور: Mohammed Abed/AFP
د لوړي کچي فشار
د حماس ویاند خبري اژانسونو ته ویلي دي چي هر واري چي اسرائيل بیله خبرتیا پر غزه بمبار وکړي یو نیول سوی اسرائيلی به وژل کیږي. په داسي حال کي چی د اسرائيل د باندنیو چارو وزیر الی کوهن ګواښ وکړ چي دا ډول کړنی به هیڅ ونه بخښل سي. حماس پر اسرائيل باندی د برید پرمهال په لسهاوو اسرائيليان له ځان سره ژوندي بیولي دي.