1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایډن: د ولسمشرۍ د نوماندۍ له پاره کافي تجربه او پوهه لرم

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

جو بایډن له «ام اس اِن بي سي» شبکې سره په مرکه کې د زړښت سربیره، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له خپلې نوماندۍ څخه دفاع وکړه. بایډن ویلي چې تر اوسه پورې له ټولو نوماندانو څخه ډیره تجربه لري او د عمر زیاتوالي ستونزه نه لري.

USA, Accokeek | Präsident Joe Biden
انځور: Patrick Semansky/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر جو بایډن ۸۰ کلن دی او د دویم ځل له پاره یي د دیموکراتانو له خوا د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی دی.

امریکا: دیموکرات وارناک د جورجیا د سنا چوکۍ وګټله

د نوموړي نوماندي د هغه د ډیر عمر له کبله تر پوښتنې لاندې راوستل کیږي. بایډن له «ام اس اِن بي سي» شبکې سره په مرکه کې له دې پریکړې څخه په دفاع کې ویلي چې تر اوسه پورې له ټولو کاندید شوو کسانو څخه ډیره تجربه لري او فکر کوي ثابته کړې یې هم ده چې شرافتمند او اغیزمن دی.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

بایډن په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا د تر ټولو پوخ عمر لرونکي ولسمشر په توګه سپينې ماڼۍ ته ننوت. نوموړي د ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۱۵ نیټه په رسمي ډول د دویم ځل له پاره د امریکا راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو ته خپله کاندیداتوري اعلان کړه. که بایډن یونیم کال وروسته یو وار بیا انتخاب شي، نو د دویمې احتمالي دورې په پای کې به ۸۶ کلن شي.

ستر مطبوعاتي کنفرانس؟

د دویمې ولسمشریزې دورې له پاره د بایډن نوماندي په خپل ګوند کې دننه هم د بحث وړ موضوع ګرځیدلې ده.

دیموکراتان د بایډن په «خبرو کې د تیروتنو» له کبله تمسخر کیږي. نوموړي د بیلګې په توګه د جمعې (د می میاشتې ۵ نیټه) په ورځ په داسې حال کې چې په سپينه ماڼۍ کې یې حضور درلود تر غرمې وروسته یې «ستر مطبوعاتي کنفرانس» اعلان کړ او د ګډوډۍ سبب شو.

خو وروسته بیا امریکایي رسنیو د سپينې ماڼۍ په نقل رپوټ ورکړ چې بایډن د دې خبر د اعلانولو پر مهال د «ام اس اِن بي سي» شبکې سره مرکې ته اشاره کړې ده او په پایله کې یې هغه تیروتنه وبلله.

د بایډن سیاسي رقیبانو څو واره د هغه له تیروتنو څخه د نوموړي د «ذهني توان» تر پوښتنې لاندې راوستلو له پاره استفاده کړې ده.  

بایدن د جمهوري غوښتونکو سره د گډ کار کوښښ کوي

جو بایډن تر ۳۵ کلونو د ډیر وخت له پاره د سنا په مجلس کې استازی پاتې شوی دی او له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما مرستیال و.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل