1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

بایډن پر روسیې تازه بندیزونه اعلان کړل

۱۴۰۲ اسفند ۴, جمعه

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالات به پر روسیې تر پنځو سوو ډېر تازه بندیزونه ولګوي؛ ځکه دغه هېواد په اوکراین کې د جګړې د دویېمې کالیزې په درشل کې پر مسکو د فشارونو د زیاتولو هڅه کوي.

USA San Francisco 2024 | Präsident Biden erreicht Wahlkampfveranstaltung
انځور: Manuel Balce Ceneta/AP Photo/picture alliance

ولسمشر جوبایډن په یوې خبرپاڼې کې وویل:«امریکا متحده ایالات به له روسیې سره د مرستې له امله پر نیږدې سلو شرکتونو نوي صادراتي بندیزونه ولګوي او د روسیې د انرژۍ کمولو له پاره به نور اقدامات هم وکړي.»

رویټرز خبري آژانس لیکلي دي، چې دا تازه اقدامات د جګړې په اړه د روسیې د ځواب ویلو او د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د مړینې په دوام ترسره کېږي. بایډن ویلي دي، په داسې حال کې چې اوکراين د مهماتو له سخت کمښت سره مخ دی د امریکا مرستې په میاشتو میاشتو د کانګرس له لوري ځنډول کېږي.

بایډن د بنديزونو په اړه وویل:«هغوی به ډاډه شي، چې پوتین به تر هيواد دباندي يرغل او په هيواد دننه کې سرکوبولو له امله درنه بيه پرې کړي.»

پر اوکراین د روسیې یرغل، د ارشیف انځورانځور: Libkos/AP/picture alliance

بایډن ویلي، چې د جمعې ورځې تازه اقداماتو کې د ناوالني له زنداني کېدو سره تړاو لرونکي کسان، مالي سکټور، د روسیې صنعتي دفاعي هډه، تدارکاتي شبکې او هغه کسان، چې په بېلابېلو براعظمونو کې له بندیزونو پټ شوي، په نښه کېږي.

د بندیزونو دا تازه موارد د هغو هدفونو وروستي هغه دي، چې د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو له لوري يې د ۲۰۲۲م کال د فبروري مياشتي پر ۲۴مه د روسیې له لوري پر اوکراین له یرغل وروسته اعلان شوي دي. په دغه يرغل کې د لسګونه زره کسانو د وژل کېدو تر څنګ ډېر ښارونه ویجاړ شوي دي.

بایډن وویل:«له دوو کلونو راهيسي دغه جنګ کې د اوکراین خلک په زړورتیا سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي؛ خو مهمات یې پر ختمېدو دي. اوکراین د روسیې د بې رحمانه بریدونو) چې د شمالي کوریا او ایران په وسلو او مهماتو کيږي( د مقابلې له پاره د امریکا تجهیزاتو ته اړتیا لري.»

رویټرز، ا.د

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل