بدخشان کې سړې هوا درې ماشومان مړه کړي
۱۴۰۳ آذر ۱۰, شنبهپه بدخشان ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې د دې ولایت په راغستان ولایت کې د سړې هوا له کبله دریو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د طالب چارواکو په خبره دغه ماشومان د دې ولسوالۍ له یوه کلي څخه بل کلي ته پر لاره ول او د لارې په مسیر کې یې د ډیرې سړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې هکله چې ایا له دوی سره د کورنۍ نور غړي هم موجود ول که نه، لا جزئیات نه دي ورکړل شوي.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست چارواکو، ویلي چې دغه پیښه د جمعې ورځې په ماښام د راغستان ولسوالۍ په نوآباد کلي کې رامنځ ته شوې ده. د ځايي چارواکو په خبره، ماشومانو د شدیدې واورې د ورښت او ډیرې یخنۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان په شمال کې پروت بدخشان ولایت یو غرنیز ولایت دی چې د تګ راتګ لارې یې هم سختې دي. په دغه ولایت کې تر ډیره د ژمي په موسم کې د درنو واورو، ځمکې ښویدونې او سیلابونو راپورونه ورکول کیږي.
د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او شدیدو بارانونو د ورښت په هکله خبرداری ورکړی وو. د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ژمي په موسم کې درنه واوره وریږي، چې له کبله یې ګڼ شمیر کلیو او ولسوالیو ته نښلیدونکې لارې د تګ راتګ پرمخ تړل کیږي.