د آلمان «زید دي اف» تلویزیون د تيري سه شنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ چې د امنیتي شرکتونو ځينو ساتونکو د برلین د مهاجرو په څو کمپونو کې پناه غوښتونکي بدلمنۍ یا تن پلورنۍ ته هڅولي دي.
په رپوټ کې ویل شوي چې د هغو پناه غوښتونکو له ډلي څخه چې په دې کار یې لاس پوري کړی دی، ځيني يې تر ۱۸کلنۍ کښته دي.
د رپوټونو تر خپریدو وروسته، د آلمان فدرال او د برلین ایالتي چارواکو په دې اړه د څیړنو د پیلیدو خبر ورکړی دی. د آلمان د فدرال حکومت ویاند شیفان زایبرت، وویل: «که دا تورونه چې ګواکي امنیتي ساتونکو پناه غوښتونکي بدلمني ته هدایت کول او له دې موضوع یې ګټه اخيستې ثابت شي، هغوی به سختو مجازاتو سره مخامخ شي.»
زایبرت د مهاجرو له اوسني وضعیت او په ځانګړې توګه پیسو ته د هغوی له اړتیا څخه ناسمه ګټه پورته کول، د نه منلو وړ بللي دي. هغه وویل: «له هغه مادي خوارۍ څخه ناسمه ګټه اخیستل چې مهاجر ورسره اوس مخامخ دي، په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي. تن پلورنۍ ته د خلکو اړول، له اخلاقي لحاظه هم د سزا وړ دي.»
دغه ډول اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې آلمان اوس په دې لټه کې دی چې په تیرو درو کلونو کې دې هیواد ته تر یوه میلیون ډیر رسیدلي مهاجر ادغام کړي.
زموږ له ارشيف څخه:
انساني قاچاق وړونکي، افريقايي انجوني او بدلمني
د دویچه ویله دوو خبریالانو جان فلپ شولز او آدریان کریش، په نایجیریا کې د انساني قاچاقبرانو په هکله پلټنې کړي. د قاچاقبرانو د تعقیبولو ترڅ کې د دوی سر تر ایټالیا پورې ورسید، خو د خاموشۍ له یو دیوال سره مخامخ شول.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد دویچه ویله دوو تنو خبریالانو د انساني قاچابرانو پسې د لټون لړۍ له نایجیریا د ایدو ایالت څخه پیل کړ. دوی چې له هر چا سره لیدل د هغه یو نه یو خپلوان به ضرور په اروپا کې وو. په ایټالیا کې د بدلمنه ښځو دری پر څلورمه برخه د دغې سیمې نجوني دي. بې روزگارې له دغې سیمې څخه د مهاجرت اصلي لامل گڼل کیږي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzنن بیبینا ایمناها، د څو کلونو راهیسې په ځانگړي توگه ځوانو نجونو ته خبردارې ورکوي چې اروپا ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. ایمناها وایې: «ډیرې نجونې د درواغو ژمنو په جال کې بند پاتې کیږي. دوی ته ویل کیږي چې په کورونو کې به د خدمې یا ورته کارونه کوې، خو کله چې اروپا ته ورسیږي بیا نو دوی درواغ معلوم شي. له همدې امله ډیرې نجوني د مجرمو ډلو لاسو ته ولیږي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzتر ډیرو هڅو وروسته یو قاچاقبر له دویچه ویله سره خبرو ته راضي شو. هغه وویل چې تر سلو ډیر خلک یې له نایجیریا څخه لیبیا ته رسولي دي. د هغه په خبره د «د ایدو خلک ډیر حریص دي او د ښې راتلونکي له پاره هر څه کولو ته تیار دي.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzدغه قاچاقبر چې ځان اسټیو معرفي کوي وایې چې له نایجیریا څخه تر لیبیا پورې له هر کس څخه ۶۰۰ ایرو اخلي. ډیرې پوهیږي چې له دښتې او صحرا له لارې لیبیا ته رسیدل څومره خطرناک دی. په دې ترڅ کې ډیر شمیر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد «اگادیز» دښته د دویچه ویله د خبریالانو راتلونکې منزل وو. د دوی په خبره دا ډیره خطرناکه سیمه ده. په دې دښته کې دغه خبریالان یوازې د وسله والو محافظینو سره سفر وکولې شو.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzهره دوشنبه تر لمر ولیدو وروسته د څو لاریو یوه قافله د اگادیز دښتې څخه د شمال پر لور روانیږي. په لیبیا کې د نا کراریو له امله انساني قاچاقبران بې له کوم ممانعت څخه دغه هیواد ته داخلیږي او د مدیترانې ساحل ته ځان رسوي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد مهاجرو شمیر مخ پر ډیریدو دی او نجونې باید کم عمره وي
د نایجیریا ډیرې نجونې د فحشا بانډونو په لاسو کې ولیږي. مدني فعاله لیزا بیرتینې وایې: «د شمیرو له مخې په ۲۰۱۴ کال کې تر ۱۰۰۰ ډیرې نایجیریایې نجوني او میرمنې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي. په ۲۰۱۵ کال کې دا شمیر ۴۰۰۰ ته لوړ شو.» نوموړۍ زیاتوي چې کوښښ کیږي د نجونو عمر کم تر کم وښودل شي.
انځور: DWد نایجیریا د یوه دوست په مرسته دغه دواړه ژورنالستان د ایټالیا په شمال کې یو «مادام» ته ورسیدل. نایجیریا کې دلالې ته مادام ویل کیږي. په ایتالیا کې یوې نایجیریایۍ نجلې وویل: «مادام پر موږ تشدد وکړ او بدلمنې ته یې مجبوره کړو.»
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzکله چې د دویچه ویله خبریالانو پر مادام د لگول شوو مختلفو تورونو په هکله پوښتنې وکړې، نو هغې ومنله چې په کور کې یې ۶ نجونې موجودې دي. خو دا رد کړه چې دغه نجونې یې بدلمنې ته اړ ایستلي دي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholzد مونیکا اوشکوی په نوم یوې راحبې په دې برخه کې ایټالوي ادارې په نه پاملرنې تورنوي او انتقاد پرې کوي. نوموړۍ د تیرو ۸ کلونو راهیسې بدلمنۍ ته اړ ایستل شوو نجونو په برخه کې کار کوي. نوموړی زیاتوي چې سړي غواړي په ډیرو کمو پیسو خپل جنسي خواهش پوره کړي، چې دا کار په ایټالیا کې له نایجیریایې ښځو سره د ۱۰ ایرو په بدل کې کولې شي.
انځور: DW/A. Kriesch/J.-P. Scholz