براون پر سختو تلفاتو سربيره بيا هم د پوځونو تقويه کيدل رد کړل
۱۳۸۸ تیر ۲۳, سهشنبهويل کيږي چه په 24 ساعتو کښي د 8 عسکرو پر وژل کيدو سربيره په خلګو کښي حتی د افغانستان دپوځي ماموريت څخه طرفداري ډيره سوې ده .
ګوردن براون د برتانيا په پارلمان کښي وويل چه په سيمه کښي د برتانوي پوځونو قوماندان ده ته ډاډ ورکړی دی ،چه د اوسنيو پوځي عملياتو دپاره پوره عسکر موجود دي . ده که څه هم په پارلمان کښي د عسکرو د پوره تجهيزاتو څخه خبري وکړلې،خو ډاډ يې ورکۍ چه په عين حال کښي به د پوځونو ټول ضروريات پوره کي .
د برتانيې د حکومت مخالفينو پر حکومت تور لګولی دی ،چه عسکر په افغانستان کښي پوره هليکوپترونه نلري . د محافظه کارانو نظامي- سياسي وياند توريس لِيام فوکس وايي ، داچه عسکر زيادتره وخت مځکني عمليات کوي ،او په حرکت کښي وي ،نو هلته د چاودونو امکانات هم ډير دي ،اوهغه ددوی د زخمي کيدو او وژل کيدو سبب ګرزي .
همدا لږ وخت مخکښي 700 نور برتانوي سرتيري افغانستان ته ولاړل ،تر څو د جمهوري رياست د انتخاباتو امنيت وساتي .
د جولای د شروع څخه په افغانستان کښي 15 برتانوي عسکر وژل سوي دي،چه 8 تنه يې يوازي تيره پنجشنبه او جمعه ووژل سول . پدې ترتيب د 2001 عيسوي کال راهيسي په افغانستان کښي د برتانوي وژل سوو عسکرو تعداد 184 تنو ته پورته سو .
AFPD/
کتونکي : محمد قاسم نوري