1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براون: ښځو سره د طالبانو چلن «بشري جنایت» دی

۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د بريتانيا پخواني صدراعظم ګوردن براون وايي په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د حکومت چلن دې د بشر ضد یو جنایت په توګه وپېژندل شي. هغه په دې هکله د جزا نړېواله محکمې له خوا د تحقيقاتو غوښتونکی شو.

UN Gordon Brown
انځور: picture alliance/EuropaNewswire/L. Rampelotto

براون چې د نړېوالو زدکړو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی دی، د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۱۰م) ېې په یوه مرکه کې طالب چارواکي د ښځو پر وړاندې پر «سیستماتیکې وحشي ګرۍ» محکوم کړل. هغه د جزا پر نړېوالې محکمې غږ وکړ چې په دې هکله دې تحقیقات وکړي.

براون چې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۰ پورې د بریتانیا صدراعظم وو، په افغانستان کې ېې د ښځو د اوسني وضعیت په هکله بي بي سي راډیو ته وويل: «زه فکر کوم چې شواهد په بشپړه توګه غلبه کوونکي دي.» هغه وويل چې د ښځو پر وړاندې له «بشپړ تبعیض» څخه کار اخیستل کيږي. په وينا يې په افغانستان کې ښځې له «پوهنتون، ښونځيو، عامه ځایونو او هر هغه ځای څخه چې دوی (ښځې) په کې تګ راتګ کوي منع کړل شوي دي.»

ورته نور ولولئ: د افغان ښځو په اړه؛ د رینا امیري او د قطر د بهرنیو چارو وزیرې لیدنه

ګوردن براون زیاته کړه چې ښځو باندې د « یو ډول مشخصو جامو اغوستل لازمي ګرځول شوي دي. صرف ساده اسلامي جامې نه، بلکې د ډېرو مشخصو جامو اغوستل پرې لازمې ګرځول شوي دي...» هغه زیاته کړه: «ځکه خو دا د ښځو او نجونو پر وړاندې یوه سیستماتيکه وحشي ګري ده.»

براون دغه څرګندونې داسې وخت کوي چې په افغانستان کېطالبان د خپلې واکمنۍ دوهمې کلیزې ته ورنژدې شوي دي. طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په ۱۵مه تر شاوخوا شلو کلونو جګړې وروسته او له افغانستانه د امریکايي قواو له وتلو سره سم، بیا واک ته ورسېدل.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

29:30

This browser does not support the video element.

د طالبانو حکومت له هغه وخت راهيسې په پرله پسې توګه د ښځو او انجونو د حقونو لکه کار، تعلیم، سفر او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې په پر له پسې توګه محدودیتونه وضع کړي دي. ډيری ښځې له حکومتي دندو او د ملګرو ملتونو اړوند موسساتو یا انجوګانو کې له کار کولو منع او په کورونو کېنول شوي دي.

ورته نور ولولئ: د بشري حقونو د دفاع بنسټونو وړاندیز طالبانو ته څه پایلې لرلی شي؟

د بريتانيا پخواني صدراعظم زیاته کړه د ښځو پر وړاندې د طالب چارواکو چلند «کېدای شي په اوسني عصر کې د ټولې نړۍ په سطحه تر ټولو ناوړه، بد عمل او له بشري حقونو څخه تر ټولو ستره ناوړه استفاده وي.» هغه وويل چې نن ورځ دغه وضعیت په سیستماتیکه توګه په افغانستان کې پر ميلیونونو ښځو او نجونو باندې تحميلیږي.

براون ټيڼګار وکړ، ځکه خو دا د بشر ضد یو جنایت په توګه ښکاري او دا د جزا نړېوالې محکمې حق او مسئولیت دی چې چې هم په هکله ېې تحقیقات وکړی او هم هغه افراد چې د دغه وضعیت مسئولان دي، محاکمه کړي.

ورته نور ولولئ: په افغانستان کې ځيني مېرمنې د انترنت له لارې تجارت کوي

ګوردن براون چې د کارګر ګوند مشر هم پاتې شوی، دغه راز غواړي چې پر هغو افرادو دې بندیزونه ولګول شي چې په افغانستان کې د حاکم سیاست مسئولان دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه پر ورته موضوع یوه وېډیو: 

د قطر په څیر ناستې د افغانستان په وضیعت کې څومره بدلون راوستلی شي؟

35:02

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل