برتانوي ځواکونه د سنگين ولسوالۍ څخه وزي
۱۳۸۹ تیر ۱۶, چهارشنبهبرتانوي ځواکونه به په افغانستان کي د يوې تر ټولو خطرناکي ولسوالۍ څخه ووزي او د هغې کنترول به د امريکا متحده ايالاتو ته وسپاري.
د312 برتانويانو څخه چي تر دا مهاله په افغانستان کي مړه سوي دي، تقريباً دريمه برخه يې په سنګين کي وژل شوي دي.
د برتانيې د دفاع وزير لايم فوکس به ښايي نن د چارشنبې په ورځ اعلان وکړي چي، برتانيه د هلمند په مرکزي سيمو کي خپلي هڅي ګړندۍ کوي.
ويل کيږي چي د برتانوي ځواکونو ايستنه به څو مياشتي وروسته پيليږي.
دا وخت په سنگين ولسوالۍ کي 1000 تنه برتانوي سرتېري ځای پر ځای سوي دي.
دغه پريکړه وروسته تر هغه وسوه چي، تيره مياشت برتانيې د هلمند ولايت قومانده يو امريکايي جنرال ته وسپارله.
په روان وخت کي په هلمند کي د امريکايي سمندري ځواکونو شمېر 20000 تنو ته رسيږي.
د برتانيې د دفاع وزارت د دغو رپوټونو د تائيد څخه ډډه کوله او يوه ويانديې څرګنده کړه چي هر ډول تغييرات به په رسمي توګه اعلانيږي.
دا په داسي حال کي ده چي د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ويليام هېيګ د سې شنبې په ورځ وويل چي، برتانوي ځواکونه بايد په راتلونکو پنځو کالونو کي د هر ډول جنګونو څخه پر شا سي.
برتانيه په افغانستان کي تقريباً 9500 تنه عسکر لري چي 8000 کسه يې په هلمند کي ځای پر ځای دي.
AG/ نسيم صابر
کتونکی. زيارمل