برتانيه: که په الوتکو کي کارتنونه چاودلي واي سخته تباهي به وايي
۱۳۸۹ آبان ۹, یکشنبهاوس هري خواته پلټني رواني چي داسي نه وي چي په کوم بل داسي کارتن کي کوم بم اښول سوی نه وي.
د رپوټونو له مخه دغه کار تونه له يمن څخه استول سوي ؤ. په عين وخت کي دوې ښځي په دغه پلان کي د لاس درلولودو په تور نيول سوي دي.
جمهوررئيس بارک اوباما د برتانيې صدراعظم داويد کمرن او د سعودي عربستان پادشاه ملک عبدالله ته تليفون وکړ او د هغوی سره يې د شنډ کړل سوو حملو د پس منظر په هکله خبري وکړي.
دا ځکه چي دا د سعودي عربستان استخبارات ؤ چي امريکايي امينتي چارواکو ته يې د چاوديدونکو توکو د کارتونو په هکله معلومات ورکړل.
د متحده ايالاتو د کورني امنيت وزيري، Janet Napolitano د اټکل له مخه په دوبی او د برتانيې د Nottingham په ښار کي په کشف سوو کارتنونو کي د القاعدې نښي نښاني تشخيص سوي دي.
په يمن کي اوس د دغه شبکې په تعقيب پراخي څارني روان دي. د امريکايي چارواکو له نظره د القاعدې شبکې يمني څانګه ډير خطرناکه تروريستي ځاله ده.
دوه درجنه نور دغسي مشکوک کارتنونه پرون (شنبې) د يمن په پلازمېنه صنعا کي کشف سوي دي.
د امريکايي سرچينو د معلوماتو له مخه په صنعا کي دوې محصليني په دې تور نيول سوي چي هغوی د چادونکو توکو کارتنونه پسته خانې ته تسليم کړي دي.
د متحده ايالاتو د حکومت د معلوماتو له مخه دغه دواړه کارتنونه په شيکاګو کي د يهوديانو د يوې کنيسې آدرس ته د رسيدو په موخه هوايي پوستي ته ورکړل سوي و.
ددې لپاره چي د نورو داسي پوستي غوټو يا بستو مخه ونيول سي، د متحده ايالاتو داخلي پوستې له يمن څخه د هر ډول کارتن يا غوټو ليږدول درولي دي.
دوه امريکايي پوستي شرکتونه، UPS او FedEx په متحده ايالاتو کي خپلي ټولي پستې تر پلټني لاندي نيولي دي.
په امريکا متحده ايالاتو کي غټه اندېښنه اوس دا ده چي په تيرو اونيو کي د نړيوالو بار وړنکونو شرکتونو له لخوا څه شمېر کارتونه، غوټي او پوستې متحده ايالاتو ته رسېدلي دي.
د درو مياشتو را په دې خوا په متحده ايالاتو کي ټول پستي کارتنونه په سيستماتيکه توګه تر پلټني لاندي نيول کيږي او د اکسريزوړانکو څخه تيريږي.
د متحده ايالاتو حکومت پر اروپايي هيوادونو فشار ډير کړي چي د هغوي په هوايي ډګرونو کي بايد پرته له کوم توپير څخه هر پستي کارتن د پلټونو له ماشينونو څخه تيري سي.
مثلاً په برتانيه کي د هغه يو شرکت پوستي مالونه چي دغه هيواد ته د اعتبار وړ دي، نه پلټل کيږي. خو شرکت لږ تر لږه له يمن څخه تر لاسه سوي پوستې ځای پر ځای په ټپه درولي دي.
د برتانيې د کورنيو چارو وزيري Theresa May د نوتينګهام ښار ته نژدې په هوايي ډګر کي د موندل سوي بمي کارتن په اړه وويل:
«زه تصديق کوم چي دغه چادونکي توکه د چادوني لپاره چمتو سوي ؤ. ښايي د چادوني موخه يي خپله دغه الوتکه وه. که چيري دا چادونه سوې وای نو الوتکه به هرو مرو نسکوره سوې وای.»
Sina,Ralph / عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل