د آلمان صدراعظمه انګېلا مېرکل په برلين کي د ليبيا کانفرانس کوربنه ده. د کانفرانس مقصد په ليبيا کي د تاوتريخوالي د لا زياتېدو او د بهرنۍ لاسوهنې پای ته رسول دي.
اعلان
په ليبيا کي د کالونو راهيسي خونړۍ کورنۍ جګړه ادامه لري. په پلازمېنه طرابلس کي د لومړي وزير فايز السراج حکومت دی چي په نړيواله توګه په رسميت پېژندل سوی دی. خو د مليشو قومندان جنرال خليفه بلقاسم حفتر او د هغه قواوې د ليبيا د پلازمېنې علاوه د هيواد نژدې نوري ټولي سيمي تر خپل کنټرول لاندي لري.
د تاوتريخوالي، کمزوري حکومت او کمزوره دولتدارۍ له کبله د ليبيا هيواد د اروپا پر لور د مهاجرت په يو ترانزيتي هيواد بدل سوی دی. په زرهاؤ په زياته د افريقايي هيوادونو سره تړاو لرونکي مهاجر ليبيا ته ځان رسوي او د ليبيا له ساحل څخه د اروپا د سترې وچي پر لور حرکت کوي. له دغو څخه زيات شمېر په ليبيا کي په مهاجر کمپونو کي بند پاته دي او اړ دي چي په ډېرو بدو شرايطو او امکاناتو کي هلته شپې او ورځي تېري کړي.
د ليبيا کورنۍ جګړه د بهرنيو قوتونو له پاره په يوه نيابتي سيالي بدله سوې ده. د بېلګي په توګه ترکيه د لومړي وزير فايزالسراج مرسته کوي او روسيه د جنرال حفتر ملاتړې ده. خو و ليبيا ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی غسان سلامة او په همدې شان د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۱۹مه) د ليبيا د کانفرانس کوربه هيواد آلمان او اروپايي اتحاديه په دې نظر دي چي په ليبيا کي د تاوتريخوالي د کمولو له پاره د بهرنيو لاسوهنو بندېدل مهم دي.
غسان سلامة د آلمان اې آر دي تلويزيون ته د شنبې په ورځ وويل چي په ليبيا کي هر ډول بهرنۍ مداخله ښايي د لنډې مودې له پاره «د اسپرين ګولۍ» په شان درد د لنډې مودې له پاره کم کړي «خو د کانفرانس اصلي مقصد په ليبيا کي د هر ډول بهرنۍ مداخلې پای ته رسول دي.»
د آلمان صدراعظمه په دې توانېدلې چي په دغه کانفرانس کي تر لسو څخه زيات هغه دولتي او حکومتي مشران په دغه کانفرانس کي سره يوځای کړي چي هيوادونه يې په ليبيا کي اغيز لري. په ګډون کوونکو کي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د ليبيايي مليشو جنرال حفتر، د ليبيا لومړی وزير فايز السراج، د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د بريتانيې لومړی وزير بوريس جانسن شامل دي. په دولتي مېلمنو کي د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم شامل دی.
دغه کانفرانس په داسي حال کي په آلمان کي پېليږي چي د جنرال حفتر ځواکونه د پلازمېني طرابلس د نيولو په هڅه کي دي.
د کانفرانس له پېل څخه تر مخه د ليبيا لومړي وزير السراج پر ملګرو ملتونو ږغ کړی دی چي ليبيا ته سوله ساتي ځواک ولېږدوي.
epd, dpa, afp, rtr/awa/ns
زموږ له آرشيف څخه پر ورته موضوع يو انځوريز راپور (14.07.2019):
لیبیا کي څوک له چا سره جنګيږي؟ ـ انځوريز راپور
په شمالي افریقایي هیواد لیبیا کې د معمر القذافي تر زوال وروسته په دغه هیواد کې بی ثباتي حاکمه ده. د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن حکومت د جنرال خليفه حفتر د ځواکونو له مزاحمت سره مخامخ دی.
د ۷۶ کلن جنګ سالار بشپړ نوم خليفه بالقاسم حفتر دی. نوموړی د وژل شوي دیکتاتور معمر القذافي په دوره کې د پوځ یو لوړپوړی افسر وو. خلیفه حفتر ځان مارشال هم بولي. په اوس وخت کې هغه د لیبیا تر ټولو قوي جنګسالار ګڼل کیږي. نوموړی جنرال د یوه روزل شوي په وسلو سنبال پوځ ترڅنګ جنګي الوتکې هم لري. هغه د فرانسې، مصر او متحده عربي اماراتو له ملاتړ څخه برخمن دی.
انځور: Getty Images/AFP/F. Monteforte
د لیبیا په شخړه کې د مختلفو هیوادونو رول
خلیفه حفتر د فرانسې له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی. بل لور ته ترکیه د حفتر شدید مخالفت او په طرابلس کې د واکمن حکومت ښکاره ملاتړ کوي. ترکیي د حفتر د ځواکونو پر ضد د جنګیدو له پاره د طرابلس حکومت ته وسلې هم ورکړي وې. د حفتر په پلویانو کې مصر او متحده عربي امارات هم شامل دي. اروپایي اتحادیه له فرانسې سره د لیبیا په مسئله کې اختلاف نظر لري.
انځور: picture-alliance/C. Liewig
د طرابلس حکومت پلوي جنګي ډلې
د طرابلس حکومت د ملګرو ملتونو او څو جنګي ډلو له ملاتړ څخه برخمن دی. دغو وسله والو ډلو د خلیفه حفتر د«لیبیا ملي پوځ» ځواکونو پر وړاندې د طرابلس د حکومت ملاتړ کړی دی. حکومتي پوځ پر طرابلس د حفتر د ځواکونو یرغل له ناکامۍ سره مخامخ کړی وو.
انځور: AFP/M. Turkia
د طرابلس حکومت او پوځ
د لیبیا حکومت د ۲۰۱۵م کال راهیسې د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه برخمن لومړي وزیر فایز السراج په مشرۍ قایم دی. السراج د امنیت د ثبات په خاطر له څو وسله والو ډلو سره ائتلاف کړی دی. له حکومتي پوځ سره د لیبیا د پخواني پوځ درنې وسلې او تجربه لرونکي افسران هم موجود دي. د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د السراج د حکومت ښکاره ملاتړ کوي.
انځور: Reuters/H. Amara
د قذافي تر زوال وروسته بی ثباتي
د لیبیا پخوانی دیکتاتور د یوه منظم وسله وال حرکت په ترڅ کې له واکه لیري کړای شو، خو وروسته تر هغې دغه ډلې منظم پاتې نه شوې. له هرې ډلې سره په کافي اندازه وسلي او جنګیالي موجود ول. په مختلفو وختونو کې انتخابات هم وشو، خو امنیت رامنځته نه شو. په همدې منځ کې جهادي ډلې هم په لیبیا کې فعاله شوې دي.