د آلمان د برلين ښار په يو مهاجر کمپ کي پناه غوښتونکو پر آلماني کارګرو وارونه کړي دي. د دغې قضيې د آرامولو له پاره په لوی شمېر پوليس حاضر سوي ول.
انځور: Getty Images/S. Gallup
اعلان
د چهارشنبې (د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۲۹مه نېټه) په ماخستن ناوخته د برلين په شمال لوېديځ کي تقريبا ۵۰ پناه غوښتونکو د مهاجر کمپ د ساتونکو پر ضد وارونه وکړل او تاوتريخوالی يې رامنځ ته کړ.
پوليسو د پيښي په سهار وويل چي د مهاجر کمپ د ساتونکو د مرستي له پاره تقريبا ۳۰ پوليس و دغه کمپ ته ورسېدل. ويل سوي چي پوليس په دې وتوانېدل چي په مهاجر کمپ کي وضعه بېرته آرامه کړي.
د برلين پوليسو ويلي چي د پيښي په تړاو یې د څو کسانو پر ضد د سولي د اخلالولو، مالي تاوان رسولو، د بې اجازې و حريم ته داخل کېدلو او و جسماني سالميت ته د تاوان رسولو د هڅو تورونه لګولي او پلټنې يې پېل کړي دي.
د پوليسو په وينا د برلين د راينيکن دورف په سيمه کي سهار وختي په هغه کمپ کي چي له لوی لوبغالي څخه جوړ کړل سوی دی، څراغونه ولګول سول. زياته سوې چي يو شمېر مهاجرو د امنيتي کسانو پر دفتر بريد کړی او هلته يې ښيښې ماتي کړي او مالي تاوانونه يې اړولي دي. ويل سوي چي دغه دفتر څخه يو شمېر څيزونه غلا کړل سوي هم دي.
ويل سوي چي مهاجرو د دغه مهاجر کمپ پر ساتونکو ګوذارونه کړي او دا چي پر شا سوو ساتونکو پوليسو ته حال ورکړی ؤ. ويل سوي چي په دغه مهاجر کمپ کي يو څو اوسېدونکي په لوړه اندازه نشه موندل سوي دي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيفه يو انځوريز البوم:
د افغانستان نه ختمیدونکې ناامني او په آلمان کي نامعلوم انتظار
جرمني ته تازه رسېدلي افغان مهاجر د برلین په پخواني «تمپلهوف» هوایي ډګر کې ځای پر ځای شوي دي. ځينو مهاجرو تر پنځو میاشتو زیات وخت په دې ځای کې تیر کړی دی او يوې ښې راتلونکې ته هیلي نه لري.
انځور: DW/R. Shirmohammadi
په برلین کي ګڼه ګوڼه زياته وي. خو په دغه ښار کې ټول ښه ژوند نه لري. د دې کمپ ځیني اوسیدونکي که وغواړي چې دباندي ووزي بايد د کمپ له مسئولانو څخه اجازه واخلي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi
که څه هم دا د پناه غوښتونکو موقت کمپ دی، او د آلمان د قوانیو له مخې باید مهاجر تر درو میاشتو وروسته له دې ځای خپل دایمې کمپ ته ولیږدول شي، خو دلته داسي مهاجر شته چې تر پنځو میاشتو یې ډیر وخت تیر کړی دی.