1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلیناله فیستیوال د شهربانو سادات په فلم سره پرانیستل سو

حسین سیرت | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ بهمن ۲۳, پنجشنبه

د برلین د فلمونو ۷۶م فیستیوال «برلیناله» د پنجشنبې په ورځ پرانیستل سو. لومړنی فلم چې د دغه فیستیوال په پرانیستلو کې نندارې ته وړاندې سو، له افغانستان څخه و چې د شهربانو سادات له خوا ډایرکټ سوی دی.

د ښه نارینه نسته په نوم  افغاني فلم یوه صحنه
برلیناله فیستیوال د شهربانو سادات د فلم په ښودلو سره پرانیستل سوانځور: Virginie Surdej

دبرلین د فلمونو نړیوال فیستیوال «برلیناله» چې د نړۍ د سینماگانو تر ټولو مهم فیستیوال دی، ۱۰ ورځې به دوام ولري او مشري یې آلمانی ډایرکټر ویم وندرز، پرغاړه لري.

د «ښه نارینه نسته» په نوم فلم چې فلمبرداره یې یوه افغانه ده، د شهربانو سادات په ډایرکټرۍ د دغه فیستیوال د پرانیستلو پر وخت نندارې ته وړاندې سو.

اړونده موضوع: د سولې پروسه کې د افغان مېرمنو پر زړورتیا جوړ نوی فلم

شهربانو سادات، چې اوس په هامبورگ کې ژوند کوي، په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته یې افغانستان پریښود.

دا د شهربانو سادات دریم مشهور فلم او د آلمان، فرانسې، ناروې، ډنمارک او افغانستان په گډون یو گډ نړیوال محصول دی. دغه فلم به د ۲۰۲۶م کال د اگست مياشتي پر ۲۷مه د آلمان په سینماگانو کې نندارې ته وړاندې سي.

یو افغان مهاجر څرنګه د فرانسې تر سینما ورسید؟

07:40

This browser does not support the video element.

په دغه فیستیوال کې د یوه افغان ډایرکټر د فلم حضور له دې کبله اهمیت لري چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې دغه هنر تر سخت سانسور لاندې او تقریباً خاموشه دی.

د طالبانو ادارې په زیاترو ولایتونو کې په ټلویزیون کې حتی د ژوندیو موجوداتو د تصویر خپرول منع کړي دي او په دا وروستیو کې یې د آریانا سینما چې د افغانستان یوه له یادگاري سینماگانو څخه وه، تخریب کړه.

د سینما د نامتو څېرو حضور

د دغه فیستیوال د پرانیستلو مراسم چې په «پوتسدامر پلاتڅ» کې ترسره سول، نامتو میلمنو لکه د «ویلن» او د «هرڅه، هرځای او ټول یو ځای» په نوم فلمونو ستوري میشیل یئو، گډون درلود. په پام کې ده چې هغه به د خپل ټول ژوندانه د هنري فعالیت له امله د طلايي خرس جایزه په لاس راوړي.

برلیناله فیستیوال د فبرورۍ مياشتي تر ۲۲ مې ادامه پیدا کوي. تمه کیږي چي د «نندارې وروستۍ نجلۍ» امریکايي ستورې پامیلا اندرسون، د "Dead Poets Society" «د مړه سوو شاعرانو ټولني» او  "Before Sunrise" «تر غروب مخکي» لوبغاړی ایتن هاوک او د "Spoiled Girl" «خرابي نجلۍ» بریتانوی موسیقي ږغونکی هم په دغه فیستیوال کې گډون وکړي. د تیر کال په فیستیوال کې د سينما تر ۳۳۰ زره زيات ټکټونه پلورل سوي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب