1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلین: د مېرکل دولتي تلیفوني خبرې مصؤني دي

عبدالباري حیکم (دویچه ویله/آژانسونه)۱۳۹۲ آبان ۴, شنبه

د آلمان حکومت وایي چې د دې ادعاوو سره سره چې د صدراعظمې، انګلا مېرکل تلیفوني اړیکو ته د متحده ایالاتو استختباراتي ادارو غوږ نیولی دی، د هغې دولتي مکالمې «مطلقا محفوظه» پاتې دي.

انځور: picture-alliance/dpa

په رسنیو کې داسې ادعاوې کیږي چي ښایی په آلمان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت هم د صدراعظمې انګلا مېرکل د گرځنده تلیفوني تماسونو په اوریدو کې لاس ولري. آلماني رسنیو رپوټونه ورکړي دي چې په برلین کې د متحده ایالاتو له سفارت څخه ښایي کار اخیستل شوی وي تر څو د مېرکل تلیفوني اړیکې وڅارل شي. د آلمان حکومت لا تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله کومه یادونه نه ده کړې. مېرکل غوښتنه کړې ده چې نوي مقررات باید د متحدینو د استخباراتي ادارو د عملیاتو ترمنځ همکاري تنظیم کړي.

د آلمان د حکومت د ویاند مرستیال ګیورګ شترایتر، د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۲۵) وویل چې مېرکل خپلې مهمې «سیاسي دولتي» محاورې د ثابتو تلیفوني کرښو له لارې سر ته رسوي. هغه زیاته کړه، که چیرې اړتیا پیدا شي هغه په دې مقصد د هغه یو گرځنده تلیفون څخه هم کار اخلي چې په بشپړه توګه له استخباراتي برید څخه محفوظ دی.

خو شترایتر یادونه وکړه چې مېرکل د هر بل وګړي په توګه حق لري چې په « آزاده توګه اوپرته له هر ډول خنډ» څخه د تلیفون له لارې خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې هیڅ ډول داسې نښې نښانې وجود نه لري چې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له خوا دې «پټ الکترونیکي غوږ نیول» په لاره اچول شوي وي.

د مېرکل پر ضد ادعا شوې جاسوسي چې د تیرې چهار شنبې په ورځ د هغې د ویاند شتیفن زایبرت، له خوا افشا شوه، د آلمان ټولو سیاسي ګوندونو، پارلماني غړو او رسنیو په کلکه غندلې ده.

د غوږ نیوله پوسته؟

د آلمان «زود دویچه څایټونگ» ورځپاڼې د جمعی په ورځ ادعا وکړه چې د متحده آیالاتو سفارت چې په ۲۰۰۸ کال کې د برلین د «برندنبورګر تور» نومې یاد ګار ته نزدې پرانیستل شو او د آلمان د صدارت له ودانۍ څخه څه کم یو کیلومتر واټن لري، د متحده آیالاتو د «معلوماتو راټولو خاصې ادارې» ته یې د غوږ نیولو یوې پوستې ته ځای ورکړی دی.

شترایتر وویل چې برلین له داسې یو څه څخه معلومات نه لري، خو هغه یادونه وکړه چې له متحده آیالاتو سره اړیکې یو وضعیت ته رسیدلي دي چې د «دوام وړ نه دي.» هغه وویل چې په دې برخه کې د یوه نوي اعتماد د رامنځ ته کیدو اړتیا لیدل کیږي.

د آلمان حکومت سخت په غوسه دی. خو د اقیانوس پورې غاړې ته دا ادعاوې چی ګواکې د آلمان د صدراعظمې گرځنده تلیفوني تماسونو ته په پټه توګه غوږ نیول شوی دی، د غبرګون څپې را پارولي دي. ځیني حتی وایي چې آلمانان دې نور له بې ځایه شکایتونو څخه لاس واخلي.

د آلمان د حکومت نوموړي ویاند یادونه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به یو « لوړ پوړی» حکومتي پلاوی واشنګټن ته سفر وکړي تر څو د سپینې ماڼۍ له چارواکو او متحده ایالاتو د ملي امنیت د ادارې NSA، سره وغږیږي. ویل شوي دي چې دغه پلاوی به هڅه وکړي چې امریکایان هغو پوښتنو ته ځوابونه ووایي چې د آلمان له خوا څو میاشتې مخکې متحده ایالاتو ته وړاندې شوي ول، خو تر اوسه دغه پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

امریکا خبرو ته چمتو ده

د امریکا متحده ایالاتو اعتراف وکړ چې د دغه هیواد د ملي امنیت د ادارې NSA، د فعالیتونو له امله یې له ځینو متحدینو سره اړیکي کړکیچنې شوي دي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، جېنېفر پساکي په واشنګټن کې وویل چې د NSA د فعالیتونو افشا کیدل د متحده ایالاتو له متحدینو سره اړیکې سختې «ستونزمنې کړي دي» او د عامو خلکو په منځ کې یې مغشوشتیا رامنح ته کړی ده. هغې وویل چې متحده ایالات چمتو دی چې له خپلو متحدینو سره په دې اړه خبرې وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب