ګایزل ویلي « که زیهوفر هغه رد کړي نو موږ نه سو کولای دغه پروګرام عملي کړو.» د ګایزل په خبره که دغه طرحه تائید سي نو ددې امکان سته چي له یونان څخه د پناه غوښتونکو د انتقال په هکله پروګرام ډیر ژر عملي سي.
آلمان تر اوسه پوري په لومړي پړاو کي ۴۷ کم سنه مهاجر د یونان له کمپونو څخه خپل هیواد ته انتقال کړي دي چي د هغو له ډلي څخه یې اته تنه برلین منلي دي.
برلین غواړي پر بې سرپرسته نوو ځوانانو سربیره، نور کسان لکه ناروغان، ميندواره ښځي او هغه ښځي او نارینه چي په یوازي سر د خپلو کوچنیانو د پالني مسئولیت پرغاړه لري، هم د یونان له کمپونو څخه آلمان ته انتقال کړي.
ددغو مهاجرو انتقال د آلمان د اقامې د قانون د ۲۳ مادې پراساس تر سره کیږي چی د بین المللی حقونو او بشردوستۍ د قوانینو پر اساس د دغو پناه غوښتونکو منلو ته لار خلاصوي.
د لیسبوس جزیرې په موریا کمپ کي چی په دا وروستیو کي د رسنیو سرخط ګرځیدلی، تر ټولو دمخه له افغانستان، سوریې او عراق څخه راغلي مهاجر اوسیږي. دغه کمپ له حده زیات ډک دی او په هغه کي د نظافت او روغتیا په برخه کي ناوړو شرایطو باندي په بیا بیا سره انتقادونه سوي دي.