1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پلازمينې برلين په زرونه وګړي ولې تخليه شوي؟

۱۴۰۴ شهریور ۲۸, جمعه

د آلمان په پلازمېنه برلین کې د دوهمې نړېوالې جګړې د وخت دوه ناچاودلي بمونه کشف شوي دي. یو بم د برلین په مرکزي سيمه مرکز او بل په شپانداو ناحیه کې موندل شوی دی. د سیمې له ۲۰زره ډېر اوسېدونکي تخلیه شوي دي.

د سپتمبر ۱۸مه ماښام - د برلین په شپېرې سیند کې د موندل شوي بم د شنډولوعملیات
د آلمان په پلازمېنه برلین کې د دوهمې نړېوالې جګړې د وخت دوه ناچاودلي بمونه کشف شوي ديانځور: Michael Ukas/dpa/picture alliance

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ پر اساس د برلین چارواکو له ۲۰زرو ډېرو اوسېدونکو څخه وغوښتل چې سیمه تخلیه کړي.

د برلین ښار پولیسو د جمعې په سهار وختي وويل چې د دغه ښار په ميته یا مرکز کې موندل شوي بم شنډولو ته اړتیا نه لرله. د پولیسو یو ویاند وویل: «موږ کولی شو هر څه واضح بیان کړو. اوس کوم خطر متوجې نه دی. بم ته د شنډولو اړتیا نه وه.»

ویاند زیاته کړه چې د «ارزونې پر مهال مشخصه شوه چې دغه بم اورغورځونکی دی او زیان اړوونکی نه دی.» دغه بم په شپرې سيند کې د ساختماني چارو په جریان کې موندل شوی و.

یاد بم د برلین فیشر اینزیل مشهورې توریستی ساحې ته نژدې کشف شوی وو او تخنيکي ماهرینو لومړی د همدې بم د شنډولو چارې پیل کړې.

د برلین پولیسو ویلي چې د دغه بم د شنډولو پر وخت د سیمې شاوخوا ۱۰زره اوسېدونکو ته امر وشو چې له خپلو کورنو ووځي. دوهم بم د برلین ښار په شپانداو ناحیه کې موندل شوی چې چارواکو یې له کبله ۱۲۴۰۰ خلک تخلیه کړل.

که څه هم په امنيتي ساحه کې د سفارتونو او حکومتي ادارو په ګډون ساختمانونه موجود دي، خو د پولیس وايي روغتيايي تاسیسات اغیزمن شوي نه دي.انځور: Michael Ukas/dpa/picture alliance

پولیسو د ښار په دغه ګڼ مېشته علاقه کې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي امنیتي پارامتر ایجاد کړ او په جریان کې کور په کور وګرځېدل او له خلکو ېې وغوښتل چې له کورونو ووځي.

په میته یا مرکز کې امنيتي پارامتر يا د سيمې خوندي کول د پنجشنبې په ماښام رامنځ ته شو، خو عمومي الارم یا خبرداری شاوخوا نیمه شپه خپور شو.

که څه هم په امنيتي ساحه کې د سفارتونو او حکومتي ادارو په ګډون ساختمانونه موجود دي، خو د پولیسو یوه افسر وویل چې د عملیاتو په جریان کې روغتيايي تاسیسات اغیزمن شوي نه دي.

زیاته شوې چې د عملیاتو پر مهال لارې د ترافيکو او خلکو پر مخ وتړل شوې او تر ځمکې لاندې د ميتروګانو فعالیت هم په موقتي توګه وځنډول شو. د هغو افرادو له پاره چې نه یې شو کولی د خپلو خپلوانو او يا دوستانو کره ولاړ شي، موقتي سرپناوې جوړې شوی. په یوه خوندي سیمه کې یو ورزشي کلب د موقتي هستوګنځای په توګه کارول کيږي.

په شپانداو ساحه کې بم چې وزن ېې ۱۰۰ کیلوګرامه ښودل شوی د چهارشنبې په ورځ کشف شوی و.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په پام کې ده دغه ماین د جمعې په ورځ ناوخته شنډ کړل شي. چارواکو په دغه علاقه کې هم خوندي ساحه ایجاده کړې ده. تر دې مخکې هم د آلمان کې د نړېوالې جګړې د وخت ناچاودلي بمونه موندل شوي دي. له هغې جملې په برلین کې په ۲۰۱۹م کال کې یو ۱۰۰ کیلويي ناچاودلی بم کشف او شنډ کړل شو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل