1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برما: پرمکتب باندي په هوايي برید کي ۱۱ شاګردان وژل سوي

۱۴۰۱ شهریور ۳۰, چهارشنبه

د پوځ د یوې هوايي حملې په ترځ کي په میانمار کي د رپوټونو په حواله ۱۱ کوچنیان وژل سوي دي.

Bangladesch | Schulen in Rohingya Flüchtlingscamps schließen
انځور: DW

د محلي رسنیو په یوه رپوټ کي راغلي دي چي دوو هلیکوپترونو تیره جمعې ورځ د دغه هیواد د شمال شرق د ساګیانګ د منطقې په تاباین ښار کي پر یوه مکتب باندي بريد کړی دی. 

عیني شاهدانو دغه ارقام تایید کړي او سربیره پردې یې ویلي دي، چي په دغو بمباریو کي حداقل ۲۰ نور شاګردان تر یوه حده پوري زخمیان سوي هم دي. یونیسف بیا په دغه پيښه کي د ۱۵ کوچنیانو د ورکیدو رپوټ ورکړی دی. 

د میانمار نظامي خونتا په تابیان کي د مخالفو ډلو سره د جنګ خبره تایید کړې ده، خو پرمکتب باندي یې یوه حمله رد کړې ده.   
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل