د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې برونای د همجنسبازانو پر وړاندې د مرګ سزا له تطبیقولو څخه دفاع کړې ده، کومه چې د نړیوالې ټولنې له سخت انتقاد سره مخامخ شوې وه.
د رپوټ له مخې د «ګارډین» په نوم بریتانوۍ ورځپاڼې د اروپا پارلمان ته د برونای له خوا د لیکل شوي یوه لیک له قوله لیکلي دي چې همجنسبازانو ته د سنګسار سزا به ډیره نادره وي. دغه څه په دې سره مدلل شوي دي چې د جزا له پاره د دوو کسانو شاهدۍ ته اړتیا ده چې د «ښو اخلاقو او تقوا» درلودونکي وي.
د دغه هیواد د دې هیلې په پام کې نیولو سره چې غواړي خپل دودیز ارزښتونه او د کورنۍ اصل وساتي، د «زغم، احترام او درک» غوښتنه شوې ده.
د روانې میلادي میاشتې په پېل کې په برونای کې د جزا دغه سخت قوانین نافذ شول. چې پکې د همجنسبازانو له پاره پر سنګسار سربیره د غلو له پاره د لاسونو او پښو قطع کیدل هم شامل دي. په دغه لیک کې د برونای سلطنت لیکلي دي چې د نړیوالو انتقاد د ناسم تصور له کبله دی.
د اروپا پارلمان تیره اوونۍ ویلي ول چې بیلا بیل بندیزونه به وارزوي، چې پر نورو سربیره پکې د شتمنیو کنګل کول، د ویزې بندیز او په تور لېست کې د هوټلونو شاملولو څخه یادونه شوې وه. فلمي ستوري جورج کلوني غوښتنه کړې وه چې هغه هوټلونه چې د برونای په سلطان پورې اړه لري بائیکاټ کړی شي.
د بورنیو په ټاپو کې پروت د برونای سلطنت د ۴۲۰ زره زیاتو اوسیدونکو څخه يي دوه پر دریمه برخه مسلمانان دي. د آلمان خبري آژانس رپوټ زیاتوي چې له یوې مودې راهیسې په دغه ځای کې محافظه پاله اسلامي قوتونه د پرمختګ په حال کې دي.
د بریتانيا په دغه پخوانۍ مستعمره کې همجنسبازان له زیات وخت راهیسي تر فشار لاندې دي. تر اوسه د همجنسبازۍ له پاره تر لسو کلونو سزا وه.
sr/nz (dpa
زموږ له آرشیف څخه:
د برونای پاچا بلقیه، د واکمنۍ ۵۰مه کلیزه لمانځي
د برونای پاچا سلطان حسن البلقیه د خپلې واکمنۍ ۵۰مه کلیزه په طلایي قصر کې په شان او شوکت سره لمانځي. په معاصرو پاچاهانو کې یوازې د بریتانیې ملکې الزابت دوهم، له هغه څخه ډیر وخت پاچاهي کړې ده.
انځور: Getty Images/AFP/R. Rahmanد برونای شتمن پاچا په شان او شوکت سره د خپلې واکمنۍ پنځوسمه کلیزه لمانځي. دې په یوه داسې دوه ارابه یي بګۍ کې چې له طلا څخه جوړه ده ناست وو او د لسګونو کسانو له لوري دغه بګۍ بدرګه کیده.
انځور: Getty Images/AFP/R. Rahmanپه لسګونو زره کسان چې د دغه هیواد بیرغونه یې په لاس کې وو د سړکونو پر سر ولاړ وو چې د پاچا د لیدو هیله یې درلوده. کله چې د هغه دوه ارابه یي بګۍ د خلکو له منځه تیریده نو هغوی به دغه بیرغونه رپول او شعارونه به یې ورکول.
انځور: Reuters/A. Raniپاچا او د هغه میرمن، ملکه صالیها په پلازمینه بندر سیري بګاوان، کې په دغه بګۍ کې چې پاچا د خپلې واکمنۍ پنځوسمه کلیزه یې لمانځله د ډیر شمیر خلکو له لوري بدرګه کیده. ۱۷ کلن پاچا د برونای د شاهي کورنۍ ۲۹ پاچا دی. د هغه کورنۍ له ۶۰۰ کلونو راهیسې پر دغه هیواد واکمني کوي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Rahmanد هغه د طلایي ظاهري بڼې تر شا، برونای هغه مطلقه پاچاهي ده چې پکې سخت شریعي قانون نافذ دی. د همجنس بازۍ سزا په دار ځړول او یا سنګسارول دي.
انځور: Reuters/A. Raniیوازې یوې ژوندۍ ملکې د برونای تر پاچا پر خپلو خلکو زیاته واکمني کړې ده، چې هغه د بریتانیې ملکه الزبت دوهم ده. دا په ۲۰۱۵م کال کې د ملکې سره د پاچا انځور دی. ملکه الزابت دوهم د ۱۹۵۲م کال د فبرورۍ په شپږمه د پاچاهۍ پر تخت کښیناسته.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Grantپاچا خپل حاضرین د قصر په شاهي خونه کې ساتي. دغه یو ډیر ستر قصر دی چې بیلا بیلي سپینې ودانۍ لري چې پر سر یې طلایي ګومبتې دي. دغه قصر په ټوله کې ۱۸۰۰ خونه لري.
انځور: Reuters/A. Raniبرونای چې نفوس یې شا او خوا ۴۰۰ زره تنو ته رسیږي، د نړۍ یو له شتمنو هیوادونو څخه دی. دغه هیواد د تیلو او ګازو سترې زیرمې لري.
انځور: Reuters/A. Raniدغه جشن د اکتوبر له پنځمې نیټې راهیسې پیل شوی دی او دوې اوونې به دوام کوي. د آسیایي او منځني ختیځ هیوادونو یو شمیر مشرانو هم په دغو مراسمو کې ګډون لاره.
انځور: Getty Images/AFP/R. Rahman