د هغو مهاجرو له ډلي څخه چي د اخراج سند ورکړل سوی، يووازي يو پر دريمه برخه ئې له اروپا څخه وځي. د اروپايي ټولني کمېسيون دغه شمېر ډېر لږ بللی او پر سختو اقداماتو ټينگار کوي.
انځور: Reuters/Y. Herman
اعلان
د اروپايي ټولني کمېسيون د خپلو غړو هيوادونو له چارواکو څخه غواړي چي پر رد سوو مهاجرو دې د اروپايي ټولني قوانين عملي کړي. د دغي اتحاديې د کورنيو چارو مسئول ديميتريس اوراموپولوس، د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کي وويل: «بيرته ستنول بايد تر دې ښه وي.»
د اروپايي ټولني کمېسيون توصيه کړې ده چي هغه پناه غوښتونکي چي همکاري نه کوي، لومړی بايد شپږ مياشتي په بند کي وي او د اړتيا په وخت کي دي يې بند تر ۱۸مياشتو پوري وغځول سي.
دوی ويلي دي چي هغه مهاجر به بندي کيږي چي د گوټي نښې له ثبتولو څخه ډډه کوي، د هويت اسناد نه ښيي او يا جعلي اسناد وړاندي کوي.
د دغه کمېسيون په خبره هغو اروپايي هيوادونو چي قانوني سن ته د نه رسېدولو مهاجرو نيول او اخراج یې منع کړي دي، غير گټور کار کوي، ځکه «دغه شان ممانعتونه د دې سبب کرځي چي کم سنه مهاجر له خطرناکو لارو اروپا ته مخه کړي».
د اروپايي ټولني د کمیسیون د کورنيو چارو مسئول ديميتريس اوراموپولوس، دغه راز اعلان کړی دئ چي هغه هيوادونه به چي له يونان او ايټاليا څخه ئې مهاجر نه دي منلي مجازات سي.
هغه زياته کړه: «که د اروپايي ټولني غړي هيوادونه په راتلونکو څو مياشتو کي و نه توانيږي چي په دې لار کي خپلي هلي ځلي گړندۍ کړي او موږ تر سپتمبر مياشتي پوري و نه توانيږو چي سمي پايلي په لاس راوړو، نو دغه کمېسيون به ډر ژر له خپل هغه صلاحيته چي په قرارداد کي تسجيل سوی، کار واخلي.»
د اروپايي ټولني کمېسيون هغه مهال کولای سي چي د خپلو غړو هیوادونو پر وړاندي اقدام وکړي چي هغوی د اروپا قانون نقض کړی وي. له دې سره به نو هغه هيواد چي قانون ئې نقض کړی وي نغدي جریمه بايد ورکړي.
د اروپايي ټولني غړي هيوادونه په ۲۰۱۵م کال کي توافق ته ورسېدل چي د ۲۰۱۷م کال تر سپتمبر مياشتي پوري به له ايټاليا او يونان سره د مهاجرو په ويش کي ونډه اخلي. د اروپايي ټولني کمېسيون د معلوماتو له مخي اوس هم باید ۵۳۵۰۰ مهاجر له يونان او نژدې ۳۱ زره له ايټاليا څخه پر نورو غړو هيوادونو باندي ووېشل سي. اوراموپولوس ټينگار کړی دئ چي «تر سپتمبر مياشتي پوري له ايټاليا او يونان څخه د ټولو مهاجرو وېش ناممکن دئ.»
جرمني د سږ کال د فبروري مياشتي تر ۲۷ نېټې پوري له يونان او ايټاليا څخه ۱۴۴۲مهاجر منلي دي. جرمني ويلي دي چي له دغو دوو هيوادونو څخه به ۶۲۵۰ مهاجر ومني.
انځورونه: افغان مهاجرو د اجباري اخراج پرضد په اروپا کي مظاهرې وکړې
انځور: DW/H. Madadi
د شنبه په ورځ د سویډن د گوتنبورگ په مرکز کي د مهاجرينو د اجباري اخراج پر ضد په سلهاوو افغانانو مظاهرې وکړې.
انځور: DW/A. Nabizadeh
د گوتنبورگ د مظاهره کونکو سازمان ورکونکې سهیلا حیدري(د ښی خواڅخه اوله) وايي، چي په سويډن کي د ۲۵۰۰۰ په شاوخوا کي مهاجر د اخراجیدو د خطر سره مخامخ دي.
انځور: DW/A. Nabizadeh
ډیرو سويډنیانو هم په دغو اعتراضونو کي گډون کړی ؤ.
انځور: DW/A. Nabizadeh
د سویډن د بشر دحقوقو او مهاجر پلوه سازمانونه هم د افغانانو د اجباري اخراج پر ضد دي.