بريالی استبدادي او مطلق العنانه رژيم
۱۳۸۸ خرداد ۱۵, جمعهآيا تاريخ واقعأ داسي غير عادلان کيدلای سي . که سړي چين ته وګوري ،نو دغه ډول نتيجه ګيري کولای سي . پيکينګ هغه سياسي تحولاتو ته چه 20 کاله مخکښي شروع سول،او شرقي اروپا او نور هيوادونه يې آزاد کړل،په وينو تويولو سره جواب ورکۍ . خو نن د چين دغه مطلق العنانه حکومت تر پخوا ډير قوي دی .
ددغه پخواني پرمختيايي هيواد څخه د نړۍ يو ډير لوی اقتصادي قدرت جوړ سوی دی . چين داقتصادي قراردادو د لاري د کلو کلو راهيسي د امريکا د بودجې کسر ورپوره کوي .
يوازي په مارچ کښي چين د تقريبأ 20 مليارډو ډالرو په ارزښت د امريکا ددولتي پورونو اسناد رانيول . چين اوس پدې منځ کښي د اروپايي ټولني دوهم لوی تجارتي ملګری کرزيدلی دی .
همدارنګه په افريقا او جنوبي امريکا کي هم د تجارت او سرمايه ګذارۍ د لاري د پيکينګ تأثيرات مخ پر ډيريدو دي . ځکه نو په 2007 کال کښي د جرمني په پارلمان کښي ددغه هيواد دمسيحي دموکراټانو د فراکسيون د ستراتيژۍ په اسنادو کښي د هغه څخه خبرداری ورکول سوي ؤ . او راغلي وه چه يو غير دموکراتيک چين کيدای سي ،د نورو دپاره د پرمختګ د يوې ښې نمونې په حيث تبديل سي ،او په ټول جهان کښي استبدادي رژيمونه ومنل سي .
خو د چين خارج وزارت يووار بيا د پيکينګ د بې وسلې محصلينو د وژلو څخه دفاع وکړل ،او د چين ورستيو اقتصادي پرمختګونو ته يې اشاره وکړل .
د چين رهبرۍ د دموکراسۍ د غورځنګ د هر ډول د سره ارزيابي کولو سره مخالفت کوي .او حتی پر هغه باندي هيڅ ډول خبرو اترو ته اجازه نه ورکوي .
د چين کمونسټ ګوند پداسي حال کي چه د اقتصادي ودي برياليتوب ځانته کشوي ،خو د دموکراسۍ د غورځنګ د ټکولو مسؤليت پر غاړه نه اخلي . دغه ګوند نه يوازي د 1989 کال په دوبي کښي د پيکينګ د مرګ ژوبلو ، بلکه د هغو 20 مليونو انسانانو د وژل کيدو مسؤليت هم چه په 60 مو کلو کښي د چين د کلتوري انقلاب او نورو عام وژنو په جريان کښي رامنځته سول ، پر غاړه نه اخلي .
پدې حساب د چين کمونسټ ګوند په خلګو کښي خپل اعتماد بايللی دی . دغه ګوند د ايډيالوژيکي لحاظه هم خپل اهميت د لاسه ورکړی دی ،ځکه چه په چين کښی سوسياليزم کرار کرار له منځه ځي . چين اوس دونه ثبات هم نلري ،لکه څنګه چه يې فکر کيږي ،خصوصأ پداسي وخت کي چه هره ورځ هلته تر 200 اضافه ا احتجاجونه رامنځته کيږي .
د چين په کمونسټ ګوند کښي پر دې فکر کيږي ، چه د هغه د ثبات په خاطر سياسي اصلاحاتو او دموکراسۍ ته ضرورت دی . ځکه چه يوازي د همدې لاري کيدای سي ،پر مشکلاتو غلبه حاصله او هغه حل سي .
همدغه مفکوره په 1989کال کښي د چين دکمونسټ ګوند اصلاح طلبه رهبر جاو جيانګ هم درلودل ،چه د وظيفې څخه برطرفه سو .
اروپا کولاي سي په چين کښي د دموکراتيکو قوتو څخه پدې شرط ملاتړ وکي ، چه که دوی پخپله پدغه لار کښي سره يو وي .
فون هاين /
کتونکی : محمد قاسم نوري