انسان د تکامل په سفر کې خپل د اوریدو حس یو څه له لاسه ورکړی دی. مونږ نه شو کولی د فیلانو په څیر د ټیټې فریکونسۍ او یا هم د ماښام ښاپیرکانو په څیر د لوړې فریکونسۍ غږونه واورو، خو مونږ خپل د اوریدو حس بهتره کول زده کړي دي.
انځور: AP Photo/Guinness World Records
د سوئې یا خرګوش د غوږونو حرکت
سوی ۲۷۰ درجې د خپلو غوږونو په تاوولو سره د اوریدو ښه صلاحیت لري. د غږونو حرکت له ښکار کیدو څخه د دوی په ژغورنه کې مرسته کوي. که د سوی دواړه غوږونه ولاړ وي، نو دا په دې معنا ده چې هغه په ډیر دقت سره اوري. که دواړه غوږونه پر شا پراته وي، نو دا د سکون او آرام علامه ده او په عین حالت کې مخالف لورو ته د غوږونو په اصطلاح نیغول د ویرې او خطر نښه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul
سپي او پيشوګانې غږونو ته ډیر متوجه وي
داسې ډیرغږونه دي چې انسانان یي نه احساسوي، خو سپي یې اوري. همدا دلیل دی چې ستاسې سپی په داسې یو وخت کې هم غبرګون ښکاره کوي، چې تاسې ته هیڅ هم نه ښکاري. سپي حتی د خپل خاوند او نورو د قدمونو په چاپ کې هم فرق کولی شي. خو پيشوګانې بیا د اوریدو په برخه کې تر سپو هم حساسې دي. سپي د غوږونو ۱۸ او پيشوګانې ۳۰ پټۍ یا مخصوصې عضلې لري. پيشوګانې خپل غوږونه تر ۱۸۰ درجې پورې تاوولی شي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Faber
ښاپیرکان د اوریدو له پاره له مافوق الصوت امواجو څخه استفاده کوي
دا له خپلې خولې څخه الټراسونډ یا مافوق الصوت (د غږ له سرعت څخه تیز) موجونه وباسي چې بیرته ورته راګرځي. په دې توګه ښاپیرکان د یو شي حجم او ځای تشخیصوي او په تپه تیاره کې هم د خوراک لټه کوي. ښاپیرکان په غوږونو کې د آواز اوریدو ۲۰ مخصوصې عضلې لري او دا د غږ اوریدلو له پاره د خپلو غوږونو جهت یا لور بدلوي.
انځور: picture-alliance/Mary Evans Picture Library/J. Daniel
د قوي سامعې درلودونکی، خو غوږونه نه لري
دا پتنګ ډوله حشره غوږونه نه لري، خو د اوریدو حس یې ډیر قوي دی. دا د انسانانو په پرتله ۱۵۰ ځله بهتره اوري.
سره او تورې ګونګټې ته ورته دغه حشره الټرا سونډ موجونه (له صوت یا غږ څخه تیز) اوري او د ځان ژغورنې په موخه په دایروي شکل د پرواز او پنګاري کولو له هنر څخه استفاده کوي. ځنې انواع یې بیا د مخصوصو غږونو په پيدا کولو سره د خپل ښکاري د ویرولو کوښښ کوي.
انځور: picture-alliance/AP Images/J. Schultz
وهيل یا نِهنګ
د اوبتلونو د سفر له پاره هم له هغه تخنیک څخه کار اخیستل کیږي کوم چې ښاپیرکان او نِهنګان یې په تپه تیاره کې د خپل سفر له پاره کاروي. نهنګان په تیاره کې موجونه یا څپې رامنځته کوي او د دغو څپو تر منعکس کیدو وروسته، ځانته د خوراک پیدا کولو هڅه هم کوي. سائنس پوهان په دې نظر دي چې نهنګان د دې آواز په وسیله د خپل چاپيریال درې بعدي انځور خاکه اخلي.
انځور: picture-alliance/WILDLIFE/W. Poelzer
دولفین کبان له وریو یا ژامې سره غږ اوري
دولفین ماهیان یا کبان غوږونه لري، خو په سمندر کې د سفر کولو پر مهال د ښاپیرکانو په څیر د اوریدو له سیستم څخه استفاده کوي. د دوی له وریو څخه صوتي امواج وزي، په داسې حال کې چې بیرته ستنیدونکي امواج یا څپې بیا د غاښونو او ژامې په وسیله ترلاسه کیږي. د اوریدو له پاره کله ناکله غوږونو ته ضرورت نه وي.
انځور: picture-alliance/WILDLIFE/W. Peolzer
فیلان د وریځو رعد و برق هم احساسولی شي
فیلان له خپلو لویو لویو غوږونو سره حتی له باران څخه مخکې د وریځو تالنده برېښنا هم احساسوي. دغه حیوان حتی د خپلو قدمونو په وسیله په ځمکه کې رامنځته کیدونکي په اصطلاح لړزه هم احساسولی شي.
انځور: picture-alliance/M. Reichelt
د ګونګي په څیر د فطرت څارونکې کمره
ګونګی یا بومی نه یوازې د شپې له خوا د لیدلو او ۳۶۰ درجې د خپل ورمیږ تاوولو صلاحیت لري، بلکې د اوریدو ډیر فوق العاده حس هم لري. د دې مرغه غوږونه په یو حالت کې نه وي. د پرواز پر مهال له یوه غوږ سره د پاس له خوا راتلونکي څپې احساسوي او له بل غوږ سره له لاندې څخه راتلونکي غږونه اوري. همدا دلیل دی چې وايي ګونګی په شپه کې هم د لیدو صلاحیت لري او ښکار یې ترې نه شي بچ پاتې کیدلی.