1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانوی سياستوال د ترمپ مداخله نه غواړي

۱۳۹۸ خرداد ۱۲, یکشنبه

امريکايي ولسمشر د برکزيت چارو سخت دريځ بوريس جانسن د لندن د راتلونکي حکومت مشرۍ ته وړ کس بللی. خو د اپوزيسيون مشر کوربين دا کار ناسم بولي او دغسې مداخله د منلو وړ نه ګڼي.

England, London: Jeremy Corbyn im Interview mit BBC
انځور: Reuters/J. Overs

دا چې څوک د بريتانيا راتلونکی لومړی وزير جوړيږي يوازې يوه داخلي سياسي موضوع ده، دغه خبره د اپوزيسيون د ليبر يا کارګر ګوند مشر، جريمي کوربين کړې ده. په خبره يې «دا زموږ د هېواد په دموکراسۍ کې د نه منلو وړ مداخله ده.» نوموړي زياته کړه چې راتلونکی لومړی وزير بايد نه د متحده آيالاتو د ولسمشر او نه د محافظه کار ګوند د سل زرو غړو له خوا، بلکې په ټولټاکنو کې د بريتانويانو له خوا وټاکل شي.

د لندن په لور څرګند پيغام ـ دونالد ترمپانځور: Getty Images/W. McNamee

د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د بريتانيې «سان» ورځپاڼې ته دغه هېواد ته د راتلونکې اوونۍ په پيل کې تر سفر دمخه ويلي وو چې د هغه خوښه به دا وای چې بوريس جانسن د بريتانيې د حکومت مشري ولري، زياته يې کړه: «زه دغه ټول بېلابېل لوبغاړي پېژنم. خو زه فکر کوم چې بوريس به دغه کار ډېر ښه وکړي. زما به اند به هغه ډېر غښتلی او تکړه وي.»

د برکزيت په چارو کې د سخت دريځ لرونکي او د اوسنۍ صدراعظمې تريزا می د محافظه کار د يوه غړي په پلويتوب سره ترمپ يو ځل بيا د سياسي دودونو خلاف کار کړی دی. ځکه چې اصلا دا يو عام او نا ليکلی قانون بلل کيږي چې بهرني دولتي مېلمانه د خپلو کوربه هېوادونو د پرسونل او سياسي چوکيو ته د کانديدانو په سر بحثونو کې مداخله نه کوي. 

د ترمپ د خوښې کانديد، بوريس جانسنانځور: Reuters/A. Yates

ترمپ د «نه تړون» برکزيت ته بلنه ورکوي

د برکزيت په اړه هم ترمپ، يو ځل بيا، خپل نظر څرګند کړ. د متحده آيالاتو ولسمشر د «سندای ټايمز» ورځپاڼې ته ويلي دي چې د اړتيا په صورت کې هغه له اروپايي ټولنې څخه د وتلو يا برکزيت د داسې ډول پلويتوب کوي چې کوم تړون پکې لاسليک شوی نه وي. دغې پوښتنې ته په ځواب کې چې اوس له خپلې دندې څخه په شا کېدونکې لومړۍ وزيرې ته به د هغه مشوره څه وای، ترمپ وويل: «که هغوی هغه څه نه تر لاسه کوي، چې غواړي يې، نو زه به هسې وتلی وای»، حتی بې له دې چې کوم تړون هم موجود وي. هغه سربېره پر دې د دې طرفداري وکړه چې بريتانيا دې له اروپايي ټولنې سره د ۳۹ مليارډو پاونډو په اندازه پورونه هم نه ادا کوي، ويې ويل: «که زه د هغوی پر ځای وای، نو ما به پنځوس مليارډه ډالر نه ورکولی.»
می د قدرت په سر له مياشتو اوږدو مبارزې وروسته يو څه وخت مخکې د خپلې استعفا اعلان کړی وو. جانسن سمدلاسه ځان د احتمالي ځای ناستي په توګه مطرح کړ او بې له تړونه له اروپايي ټولنې څخه د وتلو ګواښ يې وکړ. په نظرپوښتنو کې هم جانسن د محافظه کار ګوند د څه باندې لسو کانديدانو له جملې څخه د می د ځای ناستي په توګه تر ټولو مخکښ نوماند بلل کيږي. خو دغه حالت ښايي تغيير هم وخوري، ځکه چې تېره اوونۍ د دې موضوع هم راپورته شوه چې کېدای شي د بهرنيو چارو دغه پخوانی وزير د برکزيت په هکله د دروغ ويلو له کبله محکمې ته وروغوښتل شي.   

تريزا می د خپلې استعفا تر اعلان وروستهانځور: Reuters/T. Melville
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب