بريتانيا د ترهګرۍ د خطر درجه تر ټولو لوړه کړې ده
۱۳۹۶ خرداد ۳, چهارشنبهلومړۍ وزیري تريسا می سه شنبه ماښام په خپله تلويزيوني وينا کې وويل چې وضعيت ته په کتو سره پلټني بايد د ګواښ د تر ټولو لوړې درجې پر بنسټ ترسره شي. دا په دې مانا ده چې نور بريدونه ښايي ډير ژر پيښيدونکي وي. می وويل دا بايد له پامه ونه غورځول شي چې په مانچستر کې بريد په يوازې سر د بريدونو ترسره کوونکو يوې لوې ډلې لاس وي.
می دا هم وويل چې پوځ به په وسلو سنبال پوليسو سره د ساتنې په برخه کې مرسته کوي او د پوليسو ګزمې به زياتې شي. د سترو تلاشيو د مثال په توګه د کنسرتونو او يا ورزشي سياليو پر وخت به عسکر له پوليسو سره مرسته کوي.
می په ټينګار سره وويل چې پوځي ځواک به د پوليسو تر قوماندې لاندې وي. دې وويل چې نه غواړي ولس نا آرامه کړي خو دا ګامونه مناسب او اړين دي.
په مانچستر کې د مشهوري امريکايي سندرغاړې آريانه ګراندې د کنسرت په پای کې ترسره شوي ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل او ۶۰ نور کسان پکښې ټپيان شول چې زيات یې ماشومان او ځوانان ول. اوس هم ډيري کسان لاردکه دي.
پلټونکو د بريد د عامل نوم سلمان عبيدي ښوولې. ويل شوي چې دی په مانچستر کې زيږيدلی او کورنۍ یې د ليبيا ده. پوليسو د بريد په تړاو يو تن نيولی هم دی خو په دې اړه یې جزيات نه دي په ډاګه کړي.
په مانچستر کې د سه شنبې په ورځ خلک راټول شوي ول او د يوې دقيقې چپتيا په غوره کولو سره یې د قربانيانو يادون وکړ او ورسره یې دا هم روښانه کړه چې : «موږ ويره نه لرو.»
د مانچستر د دې پريد پړه چې په بريتانيا کې په تیرو دولسو کلونو کې تر ټولو خونړی بلل کيږي، افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر غاړه اخيستې ده او د نورو بريدونو ګواښ یې هم کړی دی.
خو د دغي ډلي په اعلاميو کې تنافضاتو امنيتي مقامات په شک کې اچولي چې آیا په رښتيا هم دا بريد دغي ډلي کړی او که نه. د امريکا د ملي استخبارتي ادارې مشر دين کوتز ويلي چې دا اعتراف سملاسي نه شي منلی.
(afp,dpa,rtr/ BS)