1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا د څو افغان خبریالانو پر انتقال له سره فکر کوي

۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

اته افغان خبریالان چې بي بي سي سره ېې کار کړی او مخکې ېې بریتانیا ته د انتقال درخواست دولت له خوا رد شوی وو،اوس ېې دغه حقوقي دعوا ګټلې او ممکن بريتانيا ته انتقال شي. حکومت ويلي دي چې په دې کار کې ېې «تېروتنه» شوې وه.

د کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱م کال د  تخلېې پروګرام
د کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱م کال د تخلېې پروګرامانځور: Wakil Kohsar/AFP

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه افغان خبریالان چې وايي په افغانستان کې ېې ژوند د طالب واکمنانو له خوا په خطر کې دی، د دوشنبې په ورځ ېې خپله حقوقي دعوا وګټله ده.

د دغو خبریالانو مدافع وکیالانو په دسمبر میاشت کې د لندن عالي محکمې (های کورټ) ته ويلي وو چې حکومت د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته د دغو خبریالانو په نه رایستلو سره د هغوی حق ته په درناوي کې خیانت کړی دی.

بې سرحده خبریالانو د افغان ژورنالیستان د ژر منلو غوښتنه کړې

هغه وخت د حکومت استازو استدلال کړی وو چې له دغو اتو خبریالانو څخه هيڅ يو ېې د افغانانو د تخلېې پروګرام (ARAP) پر شرایطو برابر نه دي.

په پام کې ده چې اوس به بریتانیا ته د دغو اتو افغان خبریالانو پر انتقال له سره تصمیم نيول کيږي، څرنګه چې د دوی وکیلان وايي دغه کار به د درو اوونیو په جریان کې ترسره شي.

د بي بي سي پښتو ويب پاڼه په دې هکله ليکي چې د (لندن د عالی محکمې قاضي د دوي د غوښتنې رديدل «تېروتنه» بللې وه او ويلي ېې وو چې دولت له ډيرو محدودو معيارونو ګټه اخیستې چې دا پایله ترلاسه کړي دوی د بریتانيا حکومت له پاره کار نه دی کړی.)

په افغانستان کي د رسنیو اندېښمن وضعیت او ناڅرګند برخلیک

سرچېنه د دغو اتو خبریالانو د وکیلانو له قوله زیاتوي چې په افغانستان کې «خبریالان ربړول شوي او په مرګ ګواښل شوي دي.»

دوی وايي دغه افغان خبریالان په افغانستان کې د بریتانيا پوځ پورې اړوندو دفترونو او د بریتانیا حکومت له لوري په تمويليدوکو پروژو کې هم کار کړی دی. وکیلان زياتوي چې د خبريالانو په کارونو کې ځېنې داسې موارد هم شامل دي چې هغوی پکې د طالبانو خلاف غږيدلي او فساد او ناوړه استفادې ېې په ډاګه کړي چې دا د طالبانو له خوا هغوی ته پر ګڼو ګواښونو او حملو منتج شوي دي.

په افغانستان کي دطالبانوله خوا دخبریالانودنیولواو وهلو ټکولود پیښوزیاتوالی

یوې وکیلې ارین الکاک، چې د دغو افغان خبریالانو استازيتوب کوي، وویل چې موکلان ېې «له څه باندې ۱۸ میاشتو راهیسې په ډار کې ژوند کوي.»

د بریتانيا دفاع وزارت یوه وياند وويل چې دغه وزارت د کومې مشخصې حقوقي دوسېې په هکله څرګندونې نه کوي، اما په راتلونکې کې به په دې تړاو د احتمالي اقداماتو ارزونه وکړي.

له سلو ډیرو خبریالانو له نړیوالې ټولنې څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه

بي بي سي وايي د بریتانيا دفاع وزارت ويلي دي چې دغه وزارت «په نه ستړي کيدونکې توګه د افغان وګړو د خوندي تخلېې له پاره خپلې هلې ځلې کوي.»

د سرچېنې په حواله، دغه وزارت اټکل کړی چې شاوخوا ۳۰۰ داسې افغانان د هغوی له کورنیو سره شته چې په بریتانيا کې ېې د ميشتيدا شرایط پوري کړي او دولت هڅه کوي چې هغوی بريتانيا ته راوباسي.

(Reuters,bbc)mks/nz

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب