1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

بريتانيا له اسرائیل څخه د خپل سفارت کارکوونکي راباسي

۱۴۰۳ مهر ۱۷, سه‌شنبه

د لوېدیځو ډیپلوماټانو ډیریو کورنیو د منځني ختیځ له هغو سيمو څخه چي کړکېچ پکښې روان دی، ځانونه ایستلي دي. اوس بریتانیا هم پریکړه وکړه چي د احتیاط له پاره او یوازي په مؤقت ډول خپل ډیپلوماټان راوباسي.

Israel | Britische Botschaft in Tel Aviv
انځور: JONATHAN NACKSTRAND/AFP/Getty Images

په منځني ختیځ کي د کړکیچ په زیاتیدو سره بریتانیا د احتیاط له پاره په اسرائیل کي خپل د سفارت د کارکوونکو د کورنۍ غړي بیرته هیواد ته وربللي دي.

اسرائیل ته د سفر په هکله دبریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په تازه مشورو کي ویل سوي دي چي دا یو مؤقتي اقدام دی.«زموږ کارکوونکي په سیمه کي پاتیږي.»

لکه څرنگه چي د جرمني د بهرنیو چارو او دفاع وزارت د سپتمبر مياشتي په پای کي خبر ورکړ، همدارنگه د آلمان د سفارت د کارکوونکو کورنیو هم نوموړې سیمه پرې ایښې ده.

په هغه وخت کي وویل سول: «سفارتونه به فعال پاته وي، خو د ډیپلوماټانو کورنۍ او آلماني  متوسط سازمانونه او همدارنگه غیرضروري پرسونل به راووزي. په دې ډول به د سفارتونو او نمایندگیو د کار او عمل وړتیاوي په هیڅ ډول محدودې نه سي.»

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل