بريتانيا له افغانستانه ډير سرتيري باسي
۱۳۹۱ مهر ۲۳, یکشنبهاعلان
د بريتانيا د دفاع وزارت ويلي دي چي په راتلونکي مېلادي کال کي به له افغانستان څخه په رزونو عسکر وباسي. ويل سوي دي چي په روان مېلادي کال کي به د خپلو ۹۵۰۰ سرتيرو له جملې څخه ۵۰۰ عسکر له دغه هيواد څخه وباسي او د ۲۰۱۴کال تر پايه پوري به پاته عسکر هم بېرته خپل هيواد ته ور وغواړي. د بريتانيا د دفاع وزير فيليف هامونډ ويلي دي چي په راتلونکي کال کي به په افغانستان کي د خپلو عسکرو شمېر ډير را کم کړي خو شمېر ئې نه دئ په ډاگه کړی.