1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا میشتي افغانان په برګزيت کې ولي خپله ګټه ويني؟

۱۳۹۸ بهمن ۱۲, شنبه

له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا په وتلو  سره په بريتانیا کې ميشت يو شمیر افغانان د اقتصادی اړخه خپله راتلونکې ښه ارزوي. دوی په دې باور دي چې وروسته له دې به ورته لا ډير کاري امکانات برابر شي.

Brexit - Flagge der  UK
انځور: Getty Images/AFP/J. Tallis

د غیر رسمي ارقامو له مخې، په بريتانيا کې نژدې سل زره افغانان ژوند کوي، خو رسمي ارقام بيا د دوی شمیر ۸۰ زره ښيي. دوی وايي سربيره پر دې چې بريتانيا کې ژوند کوي خو د کار کولو له پاره ورته ښه امکانات شتون نه لري. د دغه امر يوه دليل د اروپايي اتحاديې سره د بريتانيا غړيتوب او د اړوند قوانين دي، چې د هغو پر اساس له ختيځې اروپا څخه ډير شمیر کارګر بريتانيا ته ځي او هلته په ډيرو لږو پيسو کار کوي، چې له امله يې افغانانو ته د کارموندنې شرايط  سخت شوي دي. خو دوی اوس په دې آند دي چې له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا په وتلو سره به په دې برخه کې بدلون رامنځته او د کار شرايط به یې ښه شي.

اروپايي اتحاديه پر يوې سياسي اتحاديې سربیره، يو اقتصادي مجموعه هم ګڼل کيږي. د دې احتمال شته چې له دغې اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو موضوع به په خپله بريتانيا  او همدا راز اروپايي اتحاديې ته اقتصادي ستونزې هم له ځانه سره ولري. دا چې د برګزيت پايلې به په اوږدمهاله کې څرنګه وي لا تر اوسه دغه موضوع د وړاندوينې وړ نه ده.

کارپوهان په دې اند دي چې له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا وتل به په لنډ مهاله کې پراقتصادي ستونزو سربیره نورې ستونزې هم له ځانه سره ولري، د بيلګې په توګه د اقتصادي ودې کموالی، د انفلاسیون ډيريدل، د نوو کاري امکاناتو له لاسه ورکول، د بيکارۍ ډيريدل او په ځانګړې ډول په ټولنه کې د متوسطو ډلو په منځ کې به د فقر لمن پراخه شي. 

په لندن کې ميشت افغان هندو سوداګر، هارکيشان راجوانشي، په دې باور دی چې له اروپايي اتحادیې څخه د بريتانیا په وتلو سره به په بريتانیا کې ميشتو افغانانو ته ښه کاري شرایط برابر شي. هغه وايي: «برګزيت په بريتانيا کې د ميشتو افغانانو له پاره مثبې اغيزې لري. په اوس وخت کې له اروپايي هيوادونو څخه دلته راغلي ګارګران په ډيرو لږو پيسو کار کوي، ماليه هم نه تحویلوي او پيسې خپلو هیوادونو ته استوي. له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا په وتلو سره به د دغو ډول کسانو شمیر لږ شي او په دې سره به افغان، پاکستاني او هندی مهاجرو په څير افرادو ته د کار ښه شرایط رامنځ ته شي.»

شفيق احمد یو له هغو افغانانو څخه دی چې له شلو کلونو راهيسې د بريتانيا په بیرمنګهام ښار کې ژوند کوي. هغه وايي دا د بريتانيا حکومت يو له مهمو اقداماتو څخه وو چې دموکراسۍ (منظور د بريګزيت په اړه ټولپوښتنه ده) ته يې ځواب ورکړ. شفيق زياتوي چې، دا درسته ده چې په لنډمهاله کې به خلک له ستونزو سره مخامخ وي چې له دې ستونزو څخه به يوه هم د کار په بازار کې وي، خو دغه قرباني د دموکراسۍ له پاره بې ځايه نه ده.

د بريتانیا لومړي وزير بوريس جانسن، کله چې له اروپايي اتحادیې څخه د بريتانيا د وتلو (بريګزیت) هوکړه ليک لاسلیک کړ، په يوه ټويټري پيغام کې وليکل چې د ۲۰۲۰م کال د جنوري مياشتې په ۳۱مه له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانیا د وتلو هوکړه لیک يې د «خلکو رایو ته د درناوي» له پاره لاسلیک کړی دی. جانسن دغه لاسليک د بريتانیا د خلکو په تاريخ کې د «يو نوي فصل» په توګه یاد کړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل