1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريدګر په لندن کي ښځه په چاقو ووژله او نور يې ژوبل کړل

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د بريتانيې په پلازمېنه لندن کي د چاړې په بريد کي يوه ښځه ووژل سوه او نور انسانان ژوبل سول. د لندن په مرکز کي د رامنځ ته سوي دغي پيښي په هکله فکر کيږي چي ښايي ترهګر بريد ؤ.

Großbritannien Messerattacke in London
انځور: picture alliance/ZUMA Press/T. Akmen

دغه پېښه د لندن په رسل سکوېر نومي مرکزي برخه کي و بريتانوي موزيم ته نژدې رامنځ ته سوه. د چړې په دغه بريد کي يوه ښځه وژل سوې ده. د لندن پوليسو ويلي چي د دې څخه تر مخه چي دغه کس د پوليسو له خوا ونيول سي، هغه يو شمېر نور انسانان ژوبل هم کړل.

پوليسو ويلي چي د دغه بريد ترهګر مقصد هم کېدلای سي. پوليسو زياته کړې: «ترهګر بريد د زياتو احتمالي لاملونو څخه يو لامل کېدلای سي او په هکله يې پلټنې ادامه لري.» خو ويل سوي چي په دغه موضوع کي د بريدګر رواني وضعه يو مهم فاکتور دی.

د پوليسو د معلوماتو له مخي بريدګر د ځايي وخت په تقريبا لس نيمو بجو ماخستن د لندن په مرکز کي په واقع زرغون ځای کي پر خلکو بريد پېل کړ. ويل سوي چي يوه مېرمنه چي په چاړه وهل سوې وه، ورته لومړۍ طبي مرسته ورسېده خو هغې ساه ورکړه.

د پوليسو په وينا بريدګر چي ۱۹ کلن دی، د يو پوليس چارواکي له خوا د برقي ډنډې په مرسته تر کنټرول لاندي راوستل سوی او نيول سوی دی.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ په داسي حال کي رامنځ ته سوه چي په همدغه ورځ د سکاټلنډيارډ پوليسو ويلي ول چي د ترهګريزو بريدونو د ګواښ له کبله به په ښار کي د مسلح پوليسو ګزمه زياته کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.07.2016):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب