1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانوي چارواکي د طالبانو اړوند څرگندونو له کبله استعفا کړې

۱۴۰۲ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د بریتانوي پارلمان د دفاعي کمیسیون مشر توبایس الوود، د هغې ویډیو له کبله چې په کې يې افغانستان کې د خپل هیواد د سفارت پرانیستلو غوښتنه کړې وه، له دندې استعفا کړې ده. الوود، په دې ویډیو کې د طالبانو ستاینه کړې وه.

Großbritannien | Tom Tugendhat
د بریتانوي پارلمان د دفاعي کمیسیون مشر توبایس الوود(آرشیف انځور)انځور: Brian Lawless/Press Association/dpa/picture alliance

دغه محافظه کار استازي خپله پریکړه د چهارشنبې په ورځ د ایکس (پخواني ټویټر) شبکې له لارې اعلان کړې ده. هغه ویلي، سره له دې چې باور لري د کمیسیون اکثریت غړي یې ملاتړ کوي، خو د دې ملاتړ اغیزمنتوب او مؤثریت د ټولو غړو د ملاتړ په معنا نه دی.

الوود په هغې ویډیو کې چې د جولای میاشتې په نیمایي کې یې خپره کړې وه، د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانویو ځل بیا واک ته له رسیدو وروسته، گواکې د افغانستان له پرمختګونو څخه ستاینه کړې وه.

نوموړي د امنیتي وضعیت، د فساد مخنیوی او د کوکنارو د کښت په برخه کې د ښه والي خبره کړې وه او د طالبانو له ادارې سره یې د اړیکو د بیرته پیلولو غوښتنه کړې وه.

د الوود ویډیو د پارلمان د نورو استازو، د بشري حقونو او ښځو د حقونو فعالانو د شدید انتقاد سره مخامخ شو، ځکه نوموړي په دې ویډیو کې له روزنیزو بنسټونو او د عامه ژوندانه له نورو بنسټونو څخه د نجونو او ښځو د حذفولو مسئله نه وه مطرح کړې.

بریتانیا ولې افغان کډوال له لندنه بلې سیمې ته انتقالوي؟

02:21

This browser does not support the video element.

د بي بي سي د رپوټ پر بنسټ، د ملګرو ملتونو سازمان شمیرې هم ښيې چې د کوکنارو کښت په هیڅ صورت نه دی کم شوی، بلکې برعکس زیات شوی دی.

د بریتانیې د محافظه کاره ګوند دغه استازي مخکې تر دې هم د خپلې دې غوښتنې له کبله چې بریتانیا باید یو ځل بیا د اروپا په داخلي بازار کې شامل شي، په خپل پارلماني فرکسیون کې له شدیدو انتقادونو سره مخامخ شوی وو.

نوموړی د دې ویډیو له خپرولو وروسته د مختلفو اړخونو له لورې تر فشار لاندې نیول شوی او هغه یې حتی د باور رای په سلبولو ګواښلی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل