د هوا پيژندني ادارې په دې منځ کي په شمال کي د سکاتلند څخه نیولې په جنوب کي تر کورنوال پوري د اوبو د لوړیدو او سیلابونو د رامنځته کیدو ۶۰۰ خبردراري ورکړي دي. په خبره یې دا د بریتانيا په تاریخ کي هیڅ ساری نه لري. د «دېنس» د طوفان سره خصوصأ والس ډیر مخامخ ؤ، په کوم ځای کي چي د باد سرعت په ساعت کي ۱۵۰ کیلومترو ته رسیدلی ؤ. دهواپيژندني ادارې تر دغه طوفان وروسته د سختو بارانونو د اوریدو خبردراری ورکړی دی او هغه یې په ډیر لوړه درجه بندۍ په «سور» علامت کي شامل کړی دی. د والس په ځينو برخو کي په ۲۴ ساعتونو کي دومره باران اوریدلی دی، لکه په عادي حالت کي په یوه میاشت کي.
انځور: Getty Images/I. Forysth کارپوهان د والس په ځينو برخو کي دغه حالت د انسانانو لپاره ډیر خطرناکه طبقه بندي کړی دی. د هلیکوپترونو او بادي کښتیو په واسطه خلک د خپلو تراوبو لاندي کورونو څخه را انتقال او په سلهاوو ریل گاډي او سړکونه بند سول. همدا رنگه په سلهاوو پروازونه لغوه سوي چي په نتیجه کي یې په لسهاوو زره مسافرین په هوايي میدانونو کي بند پاته سول. په ځینو برخو کي عسکرو باید د خلکو سره کومک کړی وای او هغوی یې راایستلي وای.
انځور: picture-alliance/dpa/B. B. Birchall تیره اوونی د «کيارا»په نامه یوه بل طوفان د بریتانيا د شمال ځیني برخي هم سختي متأثري کړي وې.
انځورونه: د «زبینه» طوفان د اروپا په شمال کې زيانونه اړولي
د «زبينه» په نامه دغه طوفان د چټک باد او ورښت سره لومړی بريتانيا او آيرلنډ ته ورسید چې د بريښنا د پرې کيدو او د سيلابونو د راوتلو لامل وګرځيد. وروسته دغه طوفان فرانسې، بلجيم، هالند، سويس او آلمان ته هم ورسید. انځور: Imago Images/Zuma/R. Tang دغه طوفان ته په آلمان کې د «زبينه» نوم ورکړل شوی خو په نورو اروپايي هيوادونو کې ورته د «کيارا» نوم اخلي.
انځور: Imago Images/Zuma/R. Tang په بريتانيا کې د شديدو بارانونو وريدل، د دې لامل شو چې د دغه هيواد د هوا پيژندنې اداره د سيلابونو د راوتلو په اړه خلکو ته ۱۹۰ ځله خبرداری ورکړی. انځور کې ليدل کيږي چې د انګلستان په شمال مايتمرويد کې سيلاب راغلی او زيانونه يې اړولي.
انځور: AFP/O. Scarff د «زبينه» ځواکمن طوفان د ترافيکو مسير هم په ځينو برخو کې له خنډ سره مخ کړ. پر سړکونو د ترافيکې پيښو علاوه، اورګاډي ودرول شول او د الوتکو پروازونه هم وځنډول شول.
انځور: imago images/ZUMA Press د فرانسې په شمال کې د ویمیریوکس ښار او ځينې نورې سيمې هم له دغه طوفانه اغيزمنې شوي. په دغو سيمو کې پارکونه، هديرې، او خلاص بازارونه بند شوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Charlet آلمان ته د «زبينه» طوفان په لومړي ځل د یکشنبې ورځې په سهار د دغه هيواد لويديځو برخو ته ورسيد. لومړی يې د ايمدين او کيل ښارونه لاندې کړل.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Assanimoghaddam باد په ځينو برخو کې ونې له بيخه ایستلي دي. دغه انځور د نورد راين ويستفالن ايالت په دوسلدورف ښار کې د ونو د لویدو د يوې پيښې څخه دی. د آلمان په ځينو برخو کې د دوهم ځل له پاره د لوړې درجې خبرداری ورکړل شوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Young د آلمان بايرن ايالت ته د طوفان له نژدې کيدو سره سم، د آلمان د دوسلدورف او فرانکفورت په هوايي ډګرونو کې ډير پروازونه لغوه او يا وځنډول شول. د لندن، بروکسل او امستردام په هوايي ډګرونو کې هم ورته وضعيت دی.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Young د یکشنبې ورځې په ماښام د باد سرعت خپل تر ټولو چټک يعنې په يوه ساعت کې ۱۶۵ کيلومترو ته ورسيد.
انځور: picture-alliance/dpa/B. März وړاندوینه شوې چې د دې طوفان سرعت به په ساعت کې ان تر ۱۸۰ کیلومتره پورې ورسیږي.
انځور: Imago-Images/J. Eifert په لوګزامبورګ او د آلمان په کلن ښارونو کې د ښوونځيو شاګردانو ته ویل شوي چې په خپلو کورنو کې پاتې شي. ورزشي ځايونه هم بند دي او ان د بريتانيا او د آلمان د فوټبال ليګونو مسابقې هم لغوه شوې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch