1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانيا خپلو اتباعو ته له افغانستانه د وتلو خبرداری ورکړ

۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبه

بریتانيا په افغانستان کې خپلو میشتو ټولو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې سملاسي له دغه هیواد څخه ووځي. بریتانيا دغه خبرداری په افغانستان کې د «مخ په خرابیدونکي امنیتي وضعیت» له کبله ورکړی دی.

Symbolfoto Brexit
د بریتانيا بیرغ - د آرشیف انځورانځور: Reuters/T. Melville

د فرانسې خبري آژانس له لندن څخه د شنبې په ورځ (د اګست ۷مه) خبر ورکړ چې د بهرنيو چارو، پرمختیا او د مشترک المنافعې اړیکو دفتر د جمعې په ورځ خپله ويب پاڼه کې معلومات آپديت یا تازه کړي او افغانستان ته يې د نه سفر کولو توصیه کړې ده.

په دغې ويب پاڼه کې راغلي دي: «په افغانستان کې ميشتو ټولو بریتانيايي اتباعو ته توصیه کيږي چې همدا اوس له افغانستان څخه ووځي. که تاسو تر اوسه په افغانستان کې یاست نو د مخ په خرابيدونکي امنيتي وضعیت له کبله درته سپارښتنه کيږي چې همدا اوس له افغانستانه ووځئ.»

خارجه وزارت بریتانوي اتباعو ته دا هم ويلي دي چې د اضطراري مرستو په تمه دې نه کيږي او زیاته کړې يې ده، کوم امکانات چې دوی يې په دې برخه کې کولی شي برابر کړي «نهایت کم» دي.

دغه خبرداری داسې وخت ورکول کيږي چې طالبانو له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره خپلو یرغلیزو بریدونو ته زور ورکړی دی.

خارجه دفتر زیاتوي: «تروریستان په ډير احتمال سره په افغانستان کې خپلو حملو ته ادامه ورکوي. د جګړې ځانګړې ميتودونه د ډيريدو او د پرمختګ په حال کې دي.»

طالبانو له می میاشتې راهيسې چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی، ډيرې ولسوالۍ نیولي او په وروستيو اوونيو کې يې د هرات، کندهار او هلمند ولایتونو د مرکزونو د نيولو په موخه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

رپوټ زياتوي چې د طالبانو دغو جګړو افغان ځواکونه هم د افغانستان په مختلفو سیمو کې د یو لړ ننګونو سره مخ کړي دي. د جمعې په ورځ طالبانو د فراه ولایت مرکز زرنج ښار هم ونيوه. د فراه د والی د ویاند د مرستیال، روح ګل خیرزاده په وینا چې دغه ښار «له جګړې پرته» د طالبانو لاس ته لویدلی دی.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.