بریتانيا په ورځ کې زر کسان له افغانستانه راوباسي
۱۴۰۰ مرداد ۲۷, چهارشنبه![Großbritannien Oxfordshire Evakuierung Kabul](https://static.dw.com/image/58881808_800.webp)
بریتانیا دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې طالبانو د خپل چټک پرمختک په ادامې د اګست په ۱۵مه پلازمینه کابل هم ونیوه.
رويټرز له لندن څخه لیکي چې میرمن پتيل بي بي سي ته وويل: «موږ تر اوسه پورې په یوه ورځ کې تقریبا ۱۰۰۰ کسانو راباسو.»
د بریتانيا د کورنيو چارو وزيرې زیاته کړې: «موږ لا هم د بريتانوي اتباعو...او هغه افغانانو چې زموږ محلي کارکوونکي دي د راایستلو په حال کې يو.»
دا په داسې حال کې ده چې آلمان هم نن چهارشنبه اعلان وکړ چې له افغانستان څخه ېې د افغانانو د انتقال پروسه پيل کړې او تر اوسه يې ۲۶۰ افغانان رانتقال کړي دي. په دغو افرادو کې افغان-جرمن دوه ګوني تابعیت درلودونکي کسان، حقوقي فعالان او هغه افغانان چې د آلمان پوځ سره ېې کار کړی، شامل دي.
د بريتانيا حکومت د روانې میلادي میاشتې په سر کې اعلان کړی وو چې غواړي هغو افغان ژورنالیستانو ته چې د بریتانیايي رسنیو سره يې کار کړی او اوس د طالبانو له خوا د مرګوني ګواښ سره مخ دي او په سلونو افغان ژباړونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته پناه ورکړي.
آ/م.ک.ص./م.ق.ن.