څارنوالانو د واریک سلطنتي محکمې ته وویل چې دغه دوه ځوانان د جان. ج او اسرار. ن په نامه چې دواړه ۱۷ کلن دي، د می په میاشت کې په داسې حال کې چې دغه نجلۍ ډیره نشه وه، له خپلو ملګرو جلا کړې او په پارک کې یې پرې جنسي تیری کړی دی.
د محکمې په جریان کې هغه ویډیو خپره شوه چې دغې نجلۍ په ډیر پریشانه کوونکي حالت کې ثبت کړې وه. نوموړې په دغه ویډیويي کلیپ کې په داسې حال کې چې ژاړي چیغې وهي چې «لطفا ما سره مرسته وکړئ.. پریږدئ چې لاړه شم.. غواړم کور ته لاړه شم.»
دې نجلې ویلي دي چې دا یې لومړنۍ جنسي تجربه وه. هغې وویل: «کله چې پر ما تیری وشو، زما شخصیت یې بدل کړ.»
مهمه سیاسي مسئله
جرمي اقدامات په ځانګړي توګه جنسي جرمونه چې د پناه غوښتونکو له خوا ترسره کیږي په بریتانیا کې پر یوې مهمې سیاسي مسئلې بدل شوي دي. حکومت د وړو کښتیو په وسیله د مانش کانال له لارې د زرګونو پناه غوښتونکو د مخنیوي له پاره د حل لارې لټولو په هڅه کې دی.
په جرمني کي د مهاجرو د جرمونو په اړه بحثونه
This browser does not support the video element.
تیره میاشت هم یو افغان د بریتانیې په مرکز نانیتون کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري کولو په جرم اعتراف کړی و. همدارنګه په سپټمبر میاشت کې یو اتیوپيایي سړی د لندن په شمال کې پر یوې ځوانې ښځې د جنسي تیري په جرم په بند محکوم شوی و.
دغو دوو پيښو پراخ اعتراضونه را وپارول چې ځینې یې په تاوتریخوالي واوښتل او د دغه هیواد په مختلفو برخو کې د هغو هوټلونو مخته چې پناه غوښتونکي په کې میشت کړای شوي، مظاهرې ترسره شوې.
د مهاجرت پورې اړوندې انديښنې د دې سبب شوي دي چې «د بریتانیې اصلاحات» په نوم عوامپاله ګوند په نظرپوښتنو کې مخکښ شي.
د محکمې قاضي امر کړی دی چې د دغو دوو ځوانانو نومونه چې د اکتوبر په میاشت کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی، سره له دې چې یوازې ۱۷ کاله عمرونه لري، خپاره شي او ویې ویل چې دا کار د عام خلکو په ګټه دی.
جان. ج چې د راتلونکي کال په لومړیو کې ۱۸ کلن کیږي په ۱۰ کاله او ۸ میاشتې بند، په داسې حال کې چې اسرار. ن په ۹ کاله او ۱۰ میاشتې بند محکوم شوی دی.
د المان د رسنیو قانون له مخې دویچه ویله د تورنو کسانو بشپړ نوم نه خپروي.
ټاکل شوې ده چې دغه دواړه ځوانان په محبس کې د محکومیت دورې له بشپړولو وروسته، بیرته خپل هیواد ته اخراج شي.
له ځنګل کمپ څخه پاريس ته او بيا ...
د فرانسې په کاله کې پولیسو لخوا د «ځنګل» موقت کمپ له ورانيدو وروسته، په زرونو مهاجر پلازمينه پاریس راوړل شول. خو لا هم زیات شمير مهاجر غواړي بيرته کاله ته ولاړ شي تر څو له هغه ځایه بريتانيا ته تللي وي.
انځور: Reuters/C. Platiau پاریس کې د مهاجرو د خيمو غورځول
د فرانسې پولیسو د پاریس ښار د ستالينګراد ميترو ستيشن ته نژدې د پياده روونو پر سر د مهاجرو درول شوې خيمې او د خوب لپاره هوارې کړل شوې دوشکې او بیسترې ټولې کړې. د کالې کمپ له ورانيډو وروسته پاريس کې د مهاجرو شمير تر ۳۰۰۰ پورې لوړ شو.
انځور: Reuters/C. Platiauدا به د کمپ د پاک کارۍ وروستی ځل وي؟
مهاجرې ښځې په سړه هوا کې بسونو ته ولاړې دي تر څو یې د فرانسې ښار بلې سيمې ته د مهاجرو د پزيرش مرکز ته رسولي وي. په پاريس کې د مهاجرو کمپ په وروستيو مياشتو کې هم دوه ځله پاک کاري شوی وو. د پزيرش مرکزونه به په راتلونکې کې د موقتي کمپونو د جوړيدو مخنيوي وکړي.
انځور: Reuters/B. Tessierپه زرونو هغه مهاجر چې د «ځنګل» کمپ تر ورانيدو وروسته د فرانسې پلازمينې پاریس ته راغلي، په دې هيله دي چې بيرته کالي ته ولاړ شي، تر څو له هغه ځايه بريتانيا ته تللي وي.
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Valatد فرانسې حکومت لخوا په کالې کې د مهاجرو کمپ تر ويجاړيدو وروسته، یو شمير مهاجرو د پاريس ښار په کوڅو کې خپلې خيمې ودرولې. له همدې کبله اوس د فرانسې په کوڅو کې د مهاجرو شمير زیات شوی دی.
انځور: Reuters/C. Platiau کوم مهاجر چې تيرکال فرانسې ته رسيدلي ول، اکثره یې د افغانستان، عراق، اريتيريا او سوډان هيوادونو څخه دي. دوي غالباً هڅې کړي تر څو د لاريو او نوور وسايطو په ذريعه د بريتانيا پر لور وتښتي.
انځور: Reuters/P. Rossignolيوه ډله ځوان مهاجر په کاله کې «ځنګل» کمپ ته نژدې ولاړ دي. د اکتوبر میاشت په ۲۶ مه، کله چې پوليسو له کمپ څخه د شاوخوا ۱۰ زره مهاجرو د وښکلو کار پیل کړ، کمپ ميشتو په اعتراض کې اورونو بل کړل.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Laurentمهاجر له کالې څخه د وتلو په حال کې
د فرانسې د کالې په «ځنګل» نومې کمپ کې شاوخوا لس زره مهاجر په دې اميد ميشت ول چې بريتانيا ته به ځي. چارواکو د فرانسې نورو سيمو ته د دغو مهاجرو د انتقال پر وخت هڅې وکړې، تر څو يې د اعتراضاتو د پيښيدو څخه مخنيوی کړی وي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Camusدا په کاله کې د «ځنګل» کمپ یوه برخه ده. په دغه کمپ کې مهاجر په ناپاکه کانتينرونو او خيمو کې په بد حالت کې ژوند کاوه. دغو خيمو د باد او لمر په مقابل کې ډیر کم مقاومت لاره.
انځور: Reuters/P. Wojazerد فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل چې نور به څوک پرې نښودل شي چې د کالې د مهاجرو په کمپ کې له سره میشت شي. د «ځنګل»کمپ په اروپا کې د مهاجرو د بحران د سمبول په توګه بدل شو.
انځور: Reuters/C. Platiau