1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا: د پاچا چارلس دریم لومړۍ سکه چاپ سوه

۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعه

د بریتانیا د ملکې، الیزابت دوهمي تر مړيني درې میاشتي وروسته د نوي پاچا، چارلس دریم لومړۍ سکه چاپ سوه.

Großbritannien | Münzen mit Porträt von König Charles III vorgestellt
انځور: Tom Harrison/AFP

د رویال مینت ضراب خانې نن پنجشنبه خبر ورکړ چي د نوي پنځوس سنته ۴،۹ ميلیونه سکې چاپ سوي دي. پر نوي سکې باندي د پاچا عکس بریتانوي هنرمند، مارتین یینزینگ د چارلس دریم د یوه عکس څخه اخیستی دی او مسوده یې مستقیماً پخپله چارلس دریم ورکړې وه.

د بریتانیا د عنعنې مطابق چارلس چپې، یعني د مړې سوي ملکې، الیزابت دوهمي برعکس هغه بلي خواته  گوري. د سکې هغه بلي خوا ته په ۱۹۵۳م کال کي د الیزابت دوهمي د پاچاکیدو د مراسمو شکل معلومیږي. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب