1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

بریتانیا: زرګونه کسان د توکم پالنې پرضد سړکونو ته راوتلي

۱۴۰۳ مرداد ۱۸, پنجشنبه

په بریتانیې کې د ښي اړخو افراطي ډلو له خوا له څو ورځني احتجاجونو وروسته، د چارشنبې په ورځ د دغه هیواد په ډیری ښارونو کې په زرونو انسانان د توکم پالنې، او فاشیزم پرضد سړکونو ته راووتل.

Großbritannien Demonstration gegen Einwanderungsproteste
انځور: Burak Bir/Anadolu/picture alliance

د لندن په شمال ختیځ والتهمستو کې د یوې مظاهرې گډون کوونکو داسې شعارونه ورکول: «د چا سړکونه؟ زموږ سړکونه» ښي اړخوافراطي  ډلو ته په پام کی نیولو سره، د سارا تریسیلین په نوم یوې مظاهره کوونکې وویل:«موږ نه غواړو دا ډول کسان زموږ په سړکونو کی ولرو. هغوی زموږ استازیتوب نه کوي.»   

همدارنگه په بیرمنگهم، بریستول او لیورپول کی هم مظاهرې ترسره سوي دي. په شیفیلید کې مظاهره کوونکو شعارونه ورکول: «په لوړ ږغ ووایاست، په واضح ډول ووایاست، موږ دلته مهاجرو ته هرکلی وایو.»

د پولیسو د معلوماتو له مخی په ځینو ښارونو کی د مظاهره کوونکو او هغو کسانو ترمنځ نښتې هم رامنځته سوې چې د « کښتۍ ودروئ» نارې یې وهلې. دا خبره هغو پناه غوښتونکو ته متوجه ده چې د مانش کانال  له لارې بریتانیې ته راځي. 

په بریتانیا کی د مهاجرت د سیاست په وړاندي احتجاجونهانځور: Aysu Bicer/Anadolu/picture alliance

د بریتانیې حکومت شاوخوا ۶۰۰۰ پولیس او ځانگړي ځواکونه ګومارلي، ترڅو د ښي اړخو افراطي ډلو او مقابل لوري له ۱۰۰ د ډیرو مظاهرو په وړاندې آماده اوسي. د کورنیو چارو وزیرې، ایوت کوپر په آنلایني رسنۍ کې «د پولیسو له ټولو چارواکو، چې نن ماښام د سیمه اییزو ټولنو د ساتني له پاره حاضر دي، مننه وکړه.»

په دې ترڅ کی د هغو کسانو د نیولو حکم صادر سوی چې په تیرو ورځو کې یې له زور زیاتیو ډکو احتجاجونو کې برخه اخیستې وه. د ښي اړخو له خوا دبریتانیې په ډیریو ښارونو کې د دغو احتجاجونو علت، لیورپول ته نیژدې ساحلي ښار، ساوت پورت کې د چړې یو برید وو چې له امله یې د جولای پر ۲۹ مه درې کوچنیان ووژل او ۱۰ تنه نور کسان زخمیان سول. په دغه پیښه کې برید کوونکي یوې داسې ودانۍ ته ننوت چې پکې د کوچنیانو له پاره د رخصتیو د نڅا کورس جوړ سوی وو.

 دغه برید ټوله بریتانیا ولړزوله. په انترنت کې سمدستي ناسم معلومات خپاره سول چې برید کوونکی یو مسلمان پناه غوښتونکی  دی. خو پولیسو څرگنده کړه چې شکمن برید کوونکی یو ۱۷ کلن ځوان وو چې په ویلس کې زیږیدلی وو. د بریتانوي رسنیو په حواله د دغه ځوان هلک مور او پلار له روواندا څخه دي.

بریتانوي پولیسو بیا په اصطلاح د انگلیس د دفاع لیگ English Defence League د دغو زور زیاتیو مسؤل بولي چې بریتانیا کې د اسلام ضد یو سازمان دی او  ۱۵ کاله مخکې یې له بلوا کوونکو ډلو سره د اړیکو په لرلو سره بڼسټ ایښودل سوی دی.

د اروپا ټاکنې؛ آسيايي مهاجر خپل راتلونکې ته انديښمن دي

04:38

This browser does not support the video element.

  GP/AH/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل