1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په بریتانیا کې د کرونا ویروس پيښې مخ پر زیاتیدو دي

۱۳۹۹ مهر ۱, سه‌شنبه

په بریتانیا کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر په ډیر چټکۍ سره مخ پر زیاتیدو دی چې اندیښنې یې راپارولي دي. صحي کارپوهان خبرداری ورکوي او حکومت هم د رسمي خبرداري درجه لاپسي لوړوي.

Grossbritannien London | Coronavirus | Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/dpa

د کارپوهانو د اټکلونو له مخې که په بریتانیا کي په بیړه د کرونا د ویرس د خپریدو مخه ونه نیول سي، نو له امله به یې د مړو شمیر تر دې هم ډیر سي. د بریتانیې جګپوړي روغتیايي چارواکي کریس ویتي او د حکومت علمي مشاور پاتریک ویلینس خبرداری ورکړی، که نوموړې پاندیمي رامحدوده نه سي نو د اکتوبر تر نیمایی پوري په ورځ کي ۵۰ زره نوي کسان په دغه ویروس اخته کیدی سي. زیاته شوې ده که حالت همداسي دوام پیدا کړي نو دغه شمیرې به څو برابره سي.

په نومبر کي د ورځي د ۲۰۰ کسانو مړینه؟

ویلینس اندیښمن دی که وضعیت لاپسي خراب سي نو د دې بیره موجوده ده چي د نومبر له نیمایی څخه به هره ورځ د ۲۰۰ کسانو د مړیني پیښې رامنځته سي. ویتي ټینګار کوي چي د بریتانیا وضیعت د هسپانیې او فرانسې سره د مقایسې وړ دی چیري چي په کرونا باندي د نوو اخته کسانو شمیر په هرو ۷ ورځو کي دوه برابره کیږي. هغه له ولس څخه د ټولنیز واټن مقرراتو د مراعاتولو غوښتنه کړي. د هغه په خبره دا د یوه کس مشکل نه دی بلکي موږ ټول ورسره مخامخ یو.

په چټکۍ سره د نوو پیښو زیاتیدو ته په کتو سره په لندن کي حکومت د کووید ۱۹ په اړه د خبرداري درجه له ۳ څخه ۴ ته لوړه کړه. څلرمه درجه په دې معنی چي په ویروس باندي د اخته کیدو امکان ډیر زیات دی.

په عین وخت کي حکومت پریکړه کړې چي د ټول انګلستان  په رستورانونو کي محدودیتونه لاپسي سخت کړي. لکه څنګه چي کابینې د دوشنبه په ورځ خبر ورکړی سر له پنجشنبه څخه به د شپې له لسو بجو څخه ټول رستورانونه او قهوه خانې تړلي پاته وي.

هره ورځ  ۶۰۰۰ نوي پیښې

بریتانیا کې لا ترمخه د کرونا ویروس ۴۱۷۷۷ تنه مړه کړي چي په اروپا کي تر ټولو لوړ شمیر دی او د نړۍ په کچه پنځم هیواد دی چې د کرونا له کبله پکې زیات کسان مړه سوي دي. هره ورځ په دغه هیواد کې لږ تر لږه د کرونا ویروس ۶۰۰۰ نوي پیښې ثبتیږي.

نوموړی ویروس په ټول هیواد کي د پراخیدو په حال کی دی. د کارپوهانو په حواله د ولس اته سلنه لا هم د کووید ۱۹ پر وړاندي انتي باډي نه لري. نوموړي کارپوهان خبرداری ورکوي چی ژر تر ژره باید اقدام وسي دا ځکه چي ژمی هم رانیژدې سوی.

بوریس جانسن څه پلان لري؟

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن غواړي چي د سه شنبې په ورځ په دغه هیواد کي د په چټکۍ سره د کرونا ویروس د نویو پيښو د ډیریدو په اړه څرګندوني وکړي او په مني او ژمي کي د دغي وبا د مخنیوي په هکله د حکومت پلان معرفي کړي.

د عامي روغتیا وزیر مت هانکوک هم له یوه نوي بشپړ بندیز څخه یادونه کړې او پارلمان ته یې په خپله وینا کې ویلې یې دي: «موږ ټول باید خپله ونډه ادا کړو، څو د دغه [ویروس] د پراخیدو مخه ونیسو.»

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب