بریتانیا: روسیې د اوکراین پر ملکي اهدافو بریدونه ډیر کړي
۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبهاعلان
د بریتانیا د دفاع وزارت نن یکشنبه (د سپټمبر ۱۸ مه) په یوه لنډ رپوټ کي ویلي دي، چي له هغې جملې څخه د اوکراین پرصنعتي مرکزي ښار، کریو ریح باندي د یوه کروز راکټ توغول دی، په کوم سره چي د انګولز د رود د اوبو پمپ یو سټیشن تخریب سوی دی. دا د جمهور رییس، ولود یمیر زیلنسکي د زیږیدو ښار هم دی. خو په خبره یې پدې سره روسیې ته مستقیمه نظامي ګټه نه رسیږي. ځکه نو د همدغه رپوټ په حواله دا له امکان څخه لیري نده، چي مسکو د جنګ په جبهه کي تر شاته کیدو او ماتي وروسته پر دغسي ملکی اهدافو باندي د لیري فاصلې راکټي حملې نوري هم تقویه کړي، تر څو د اوکرایني ولس او حکومت مورال ضعیفه کړي.