بریتانیا غواړي فلسطین په رسمیت وپیژني
۱۴۰۴ شهریور ۳۰, یکشنبه
بریتانیا به د G7 لومړی هیواد وي چې فلسطین به په رسمیت پیژني. بريتانوي رسنۍ د بي بي سي او پي اې په شمول راپور ورکوي چې لومړی وزیر کي ایر سټارمر به نن د دې اقدام اعلان وکړي.
بریتانیا به بیا په G7 کې لومړی لوی لویدیځ اقتصادي ځواک وي چې په رسمي ډول فلسطین په رسمیت وپیژني.
د سټارمر په ډیموکراتیک کارګر ګوند کې د غزې په جګړه کې د اسراییلو د چلند په اړه نیوکې مخ په زیاتیدو دي.
سټارمر تیر جولای د اسراییلو لپاره ضرب الاجل وټاکه، او له دغه هیواد څخه یې وغوښته وکړه څو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې تر غونډې پورې یو شمیر غوښتنو ته غاړه کښیږدي.
په دغو غوښتنو کې د اوربند موافقه، د دوه دولتونو د حل په چوکاټ کې د تلپاتې سولې ژمنه، او په غزه کې د بشري ناورین د وضعیت ښه کول شامل دي.
د دوو دولتونو حل د فلسطینیانو لپاره د یو خپلواک دولت جوړول په پام کې لري، چیرې چې دوی کولی سي د اسرائیلو تر څنګ په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
د G7 هیوادونو څخه فرانسه او کاناډ او همدارنګه آسټرالیا، بلجیم او څو نورو، اعلان وکړ چې دوی به راتلونکې اونۍ فلسطین په رسمیت وپیژني.
د ملګرو ملتونو شاوخوا درې پر څلورمه برخه غړو هیوادونو لا دمخه دا ګام پورته کړی دی. آلمان بیا په دغه لیست کې شامل ندی. د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ د اګست په وروستیو کې ټینګار وکړ چې برلین به دا ګام پورته نه کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې له پیل څخه مخکې د لندن دا ډول اقدام د یهودي نوي کال د جشنونو سره تړاو لري، چې د دوشنبې په ماښام پیل کیږي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د بریتانیا حکومت غواړي چې د یهوديانو د نوي کال د جشن په ورځ د فلسطین د رسمیت پیژندلو څخه ډډه وکړي. د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت هم په خپله ویب پاڼه کې تایید کړه چې نن به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.