1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا په سختۍ سره د اقتصادي رکود څخه مخنیوی وکړ

۱۴۰۱ بهمن ۲۲, شنبه

د بریتانیا اقتصاد د تیرکال په څلورمه ربعه کي تر صفر ودي وروسته په ډیري سختۍ سره د خطرناکه اقتصادي رکود څخه راوګرځول سو.

Symbolbild | Englische Pfund und finnischer Pass
انځور: Heikki Saukkomaa/Lehtikuva/dpa/picture alliance

لکه څنګه چي د دغه هیواد د احصایې مرکزي دفتر پرون جمعه تر لمړنیو اټکلونو وروسته خبر ورکړ، د بریتانیا اقتصاد د تیر اکتوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ، ترهغه وروسته چي په دریمه ربعه کي ۰،۳ فیصده رالویدلی ؤ، راکد پاته او هیڅ وده یې ونکړه. پدې ډول سره دغه شاهي هیواد د هغه فني رکود څخه تیر سو، چي په دوو مسلسلو ربعو کي یې د اقتصادي توانايي د راکمیدو څخه خبري کیدلې. 
دا هم پداسي حال کي ده، چي د څلورمي ربع په اخره میاشت، یعنی ډسمبر کي د دغه هیواد اقتصادي طاقت ۰،۵ فیصده راکم سوی ؤ، خو په نومبر کي یې بیا ۰،۱ فیصد وده کړې وه.
ویل کیږي، چي د اقتصادي رُشد دغه کمیدل د نورو تر څنګ د پروسږکال په اخره کي د اعتصابونو او اعتراضونو د هغي څپې څخه متأثره سوی دی، کومي چي د غذايي موادو د بیو لوړیدو پرضد او کار د ښو شرایطو پخاطر کیدلې. دغه مظاهرې د نورو ترڅنګ د ترانسپورټ، صحت، پوست، تعلیم او تربیې کارکونکو پرلاري اچولی وې.