1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا د افغانستان د مالي مرستو د راټولولو کوربتوب کوي

۱۴۰۰ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

بریتانیا د سه شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو له خوا د ۴.۴ ميليارډ دالرو مرستې راټولولو د یوې مجازې غونډې کوربتوب کوي. د بریتانيا دغه کنفرانس د افغانستان د خلکو له پاره یوه حیاتي شیبه بللې ده.

Afghanistan | Welternährungsprogramm der UN in Kandahar
انځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

په داسې حال کې چې د طالبانو له واکمنیدو راهيسې لويديځ او نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي، د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې له ۲۴ میليونو څخه ډیر افغانان جدي مرستو او ژغورنې ته اړتیا لري او د افغانستان نیمايي نفوس بیا له سختې لوږې سره د مخ کیدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو سازمان تیره میاشت وويل چې د افغانستان بشري بحران ته د رسيدګۍ له پاره ۴ اعشاريه ۴ ميليارډ ډالرو ته اړتیا ده. دا د دغه سازمان له خوا یوازې د یوه هیواد له پاره د مرستې تر ټولو لوړه مالي غوښتنه ده.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله، بریتانیا حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي دي چې د افغانستان مالي تمویلونکي هیوادونه، د ملګرو ملتونو موسسات او افغان مدني ټولنه به راتلونکې مياشت یوه ګډه آنلاین ناسته ولري. خو په اعلاميه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

 د بریتانيا د بهرنيو چارو وزیرې، لیز تراس، وویل چې په دغې غونډه کې به د خوراکي موادو پر لیږد، سرپناه او د روغتيايي خدماتو په څير پر موضوعاتو تمرکز وشي. هغې زياته کړې ده چې په دې برخه کې به په ځانګړې توګه افغان نجونې او میرمنو ته ډيره توجه کیږي کوم چې د طالبانو په واکمنیدو سره يو ځل بیا له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته کړل شوي دي.

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزیرې، لیز تراسانځور: Olivier Douliery/Pool/AP/picture alliance

میرمن تراس وويل: «دغه کنفرانس د نړیوالې ټولنې له پاره یوه حساسه شيبه ده تر څو په افغانستان کې د بشري بحران د لا ډيريدو د مخنيوي له پاره خپل ملاتړ اعلان کړي.» هغې زیاته کړه: «د اړتيا کچه بې سارې ده او د اقداماتو د نه کولو عواقب به ويجاړونکې وي. بریتانيا غواړي چې د دغو نړیوالو هڅو رهبري وکړي.»

بریتانيا وايي چې تیرکال يې افغانستان څخه د ملاتړ په برخه کې د ۲۸۶ ميلیون پونډو (۳۹۰ میلیون ډالر یا ۳۰ ميلیونه یورو) مرستې ژمنه کړې چې په دې کې د تیرې میاشتې د ۹۷ ميليونه پونډو عاجلې مرستې هم شاملې دي. دغه هیواد زیاتوي چې تیره میاشت د دوی ديپلوماتان طالبانو سره د خبرو اترو له پاره کابل ته تللي ول.

د بریتانیا حکومت ويلي دي چې دغه پیسې به افغانستان ته نيغ په نیغه د طالبانو له لارې نه، بلکې د «ملګرو ملتونو د باوري موسساتو» او په سیمه کې د خیریه بنسټونو له لارې انتقال او ويشل کيږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري او عاجلو مرستو د څانګې مرستیال، مارتين ګریفیتس له ډونرانو څخه غوښتي دي چې «د افغانانو د ژغورنې او د هغوی د راتلونکي له پاره» ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه بریتانوي چارواکي ويلي دي: «د هرې ورځې ځنډ د افغانستان خلکو له پاره د لا ډيرې بدبختۍ په معنی ده. هغوی نجات ته اړتیا لري.»