1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهبریتانیا

بریتانیا کې ۵،۷ ټنه کوکاین نیول شوي

۱۴۰۲ اسفند ۵, شنبه

د چارواکو له خوا د بریتانیې په سویل کې د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې په ډیره لوړه پیمانه کوکاین نیول شوي. دا تر اوسه پورې د A کلاس نشه یې توکو د نیول کیدو په برخه کې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه بلل شوې ده.

UK Rekordlieferung von Kokain beschlagnahmt
انځور: UK NATIONAL CRIME AGENCY/AFP

د بریتانیا د جرایمو ضد ملي ادارې (NCA) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي دي چې ۵،۷ ټنه کوکاین ضبط کړای شوي دي چې ارزښت یې له ۴۵۰ میلیونه پاونډه یا ۵۲۶ میلیونه یورو پورته اټکل شوی دی.

په دغه لوړه کچه کوکاین د فیبرورۍ میاشتې په اتمه نیټه د بریتانیې په سویلي ساحل ساوتهمپټن بندر کې نیول شوي وو. NCA زیاته کړې ده چې چارواکي باور لري چې دغه نشه یې توکي د المان ساحلي ښار هامبورګ ته لیږدول کیدل.

مخکې تر دې په ۲۰۲۲م کال کې هم په همدې بندر کې په لوړه پيمانه مخدره مواد نیول شوي وو. په هغه وخت کې چارواکو د ۳،۷ ټنه کوکاینو د نیول کیدو خبر ورکړی وو.

د ۲۰۲۳م کال په دسمبر کې د هسپانیې په مادرید کې ۱۱ ټنه نیول شوي کوکاین نندارې ته وړاندې کړای شوي ووانځور: Paul White/AP/picture alliance

د بریتانیا د جرایمو ضد ملي ادارې (NCA) ویلي دي چې په راتلونکي کې به هم له خپلو اروپایي متحدینو سره په ګډه په غیر قانوني کارونو کې د ښکیلو کسانو په نیولو کې همکارۍ ته دوام ورکوي.

د نوموړي ادارې مشر کرس فریمند وویل: «په دې وروستیو کې په بریتانیا کې د تر ټولو لوړې کچې ضبطونه به په نړیواله کچه سازمان شوو جنایت کاره ډلو ته ډیر زیان ورسوي، او دوی به په لوړه کچه له ګټې کولو څخه محروم کوي.»

فریمند زیاته کړه: «په دغو عملیاتو کې نیول شوي کوکاین همدې اروپا ته لیږدول کیدل او زه هیڅ شک نه لرم چې د جنایتکاره ډلو له خوا یوه لویه محموله به یو وار بیا د لیږدونې له پاره بریتانیې ته رسول شوې وي.»

د بریتانیا د جرایمو ملي ادارې د اټکل له مخې په دغه هیواد کې په کلني حساب د کوکاینو غیر قانوني کاروبار ۴ میلیارده پاونډو ته رسیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب