بریتانیا ایران په عمان خلیج کې پر کښتیو د برید مسوول بولي
۱۳۹۸ خرداد ۲۵, شنبهد بریتانیي د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیي په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزير جرمي هانت، په حواله ویلي دي چې د ایران سپاه پاسداران ډله د عمان په سمندر کې پر دوو نفت لیږدونکو کیشتیو د برید مسئول بولي.
«شپیګل آنلاين» د جمعې په ماښام رپوټ ورکړ چې د بریتانیي د بهرنیو چارو وزیر وایي «نږدې بشپړ ډاډمنتوب» شتون لري چې په عمان سمندر کې د پنجنشپې ورځې بریدونه د سپاه پاسداران کار وو.
مخکې تر دې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو او ولسمشر دونالد ترمپ، ایران په دغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړ او داسې ویډیو یي خپره کړه چې په خبره یي دغه تورونه ثابتوي.
جرمي هانت، د دغو بریدونو د غندنې ترڅنګ له ایران څخه وغوښتل چې په سیمه کې خپلو «بی ثباتونکو اقداماتو» ته د پای ټکې کیږي.
ګوتېرش د خپلواکه څیړنو غوښتنه کړې
د امریکا او بریتانیي برخلاف، د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مونشي انتونیو ګوتېرش، په دې باور دی چې د دې موضوع په اړه د واقعیتونو روښانه کیدل ډیر مهم دي او دا کار به یوازې د مستقلو او خپلواکو څیړنو پر بنسټ ممکن وي.
په سیمه کې د امریکا د قوماندې مرکز سنتکام، د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د داسې یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره اعلان وکړ چې دغه کوچنۍ کیښتۍ د سپاه پاسداران پورې اړه لري او په کې سپارو کسانو د نفت لیږدونکي بیړۍ له سطحې څخه یو مقناطیسي ماین چې نه وو چاودلی جلا کړی دی. په ویډیو کې ښوول کیږي چې له دغو دوو نفت لیږدونکو کښتیو ته یوه کوچنۍ کیښتۍ نږدې کیږي.
د رویټرز خبري آژانس په حواله د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د سیمې وضعت ډیر د اندیښنې وړ بللی دی او ټینګار یي کړی دی چې خپره شوې ویډیو د ایران د ګرم بللو له پاره کفایت نه کوي.
ایران دغه تورونه ردوي
ایران په دغو کیښتیو د برید په برخه کې خپل هر ډول لاس درلودل ردوي او پر دغه هیواد لګول شوي تورونه بی بنسټه بولي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یوه تویتري پيغام کې لیکلي دي: «دا چې امریکا بی له ځنډه پر ایران تورونه ولګول - پرته له دې چې حقیقي او واقعي شواهدو وړاندې کړي - یوازې همدا موضوع روښانوي چې د ب ټیم [بولتون، بن زاید، بن سلمان او بنیامين نتانیاهو] د ب طرحه ترلاس لاندې نیولې ده.»
په همدې منځ کې یوتاکا کاتادا، د «کوکوکا» په نوم یوه د زیانمو شویو کیښتیو د شرکت مشر په دغه کیښتۍ کې د سپرو کسانو په قول د چاودنې علت «له پاسه د یوه الوتونکي شي اصابت» په ګوته کړی دی.