پر مانش کانال د تېرېدو پر وخت دوه کډوال مړه شوي
۱۴۰۴ مهر ۵, شنبه
د فرانسې خبري اژانس په حواله په مانش کانال کې دوه کډوال په اوبو کې د ډوبیدو له امله مړه شوي او نیږدې ۶۰ تنه نور ژغورل شوي دي. زیاته شوې چې یاد کډوالو غوښتل د مانش کانال له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.
د فرانسې خبري اژانس د دغې هېواد د چارواکیو له قوله خبر ورکړی، چې شاوخوا ۱۰۰ کډوالو د شپې پر مهال له فرانسې څخه د مانش کانال له لارې بريټانیې ته په یوې کوچنۍ کښتۍ کې د اوښتو هڅه کوله، چې دوه کسان یې اوبو کې مړه او ۶۰ نور ژغورل شوي دي. دغه پېښه د نوفچاتل - هارډلټ سواحلو ته نیږدې شوې ده.
اړوند: په مانش کانال کې اته کډوال ډوب شوي دي
فرانسې خبري اژانس د یوه چارواکي ایزابیل فرادین ټيروډ له قوله لیکلي، چې ژغورل شوي کسان اوس د دوی تر روغتیایي پاملرنې لاندې دي. دغه خبري اژانس کاږي، چې په دې تازه پېښې سره، روان کال په ترڅ کې په مانش کانال کې د مړو شویو کډوالو شمېر ۲۵ ته ورسېد.
د رپوټ په حواله، د روان کال له جنورۍ میاشتې تر اوسه پر مانش کانال بریټانیې ته په کوچنیو کښتیو کې د اوښتو کډوالو شمېر ۳۱ زره کسانو ته رسېږي، چې دا ښايي نوی ریکارډ وي.
اړوند: مانش کانال کي د کښتۍ ډوبېدو وروسته ۱۹ کلن ځوان نيول شوی
د بریټانیې او فرانسې د وروستۍ طرحې له مخې، پر مانش کانال تېر شوي کډوال په هغه صورت کې بیرته له بریټانیې ستنېږي، چې د پناه غوښتنې وړ نه وي. په دې طرحه کې هغه کډوال هم شاملېږي، چې د یوه خوندي هېواد له لارې بریټانیې ته رسېدلي وي.
د دغې طرحې له مخې، د کډوالو د ستنولو بدل کې به لندن له فرانسې هغه کډوال مني، چې په ډېر احتمال یې د پناه غوښتنې د منلو وړ وي.