1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا له اروپايي ټولنې سره د آزاد تګ راتګ بندولو ګواښ کړی

۱۳۹۸ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

د بریتانیا حکومت ویلي چې که د اکتوبر پر۳۱مه نیټه پرته له یوه تړونه له اروپايي ټولنې څخه وتلو ته اړ شي، نو له دې ټولنې سره د آزاد تګ راتګ قوانین به هم سمدستي پای ته ورسیږي. منتقدینو دا یو «ډیر بې احتیاطه» اقدام بللی دی.

Großbritannien Grenzkontrolle
انځور: picture-alliance/empics/S. Parsons

د بریتانیا حکومت د دوشنبې په ورځ وویل چې له اروپايي ټولنې سره د آزاد تګ راتګ قوانین په هغه صورت کي سمدستي له منځه يوسي چي له دې ټولني بې تړونه ووځي.

د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیري تریسا مې، تر دې مخکې ویلي ول چې که هیواد یې پرته له تړونه له اروپايي ټولنې ووځي، نو د آزاد تګ راتګ قوانین به «هر څومره ژر چې ممکن وي» له منځه یوسي. خو د حکومت اوسنۍ موقف تر دې سخت دی او د نوي لومړي وزیر بوریس جانسن، حکومت ویلي دي چې دغه کار به سمدستي وکړي.

په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې ویلي دي: «موږ له اروپايي ټولنې څخه د اکتوبر پر ۳۱مه نیټه وځو. هر څه چې کیږي و دې شي. دا په دې معنی ده چې د تګ راتګ د آزادۍ اوسنۍ بڼه به هم د اکتوبر پر۳۱مه نیټه، کله چې بریتانیا له اروپايي ټولنې څخه وځي، پای ته ورسیږي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د اروپايي ټولنې اتباع به بیا هم د لنډو سفرونو او رخصتیو له پاره بریتانیا ته د راتلو اجازه ولري، خو هغه څه چې بدلیږي بریتانیا ته د اوږدې مودې، کار او یا هم زده کړې له پاره د راتلونکو کسانو حالت دی.»

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې اوس پر دې باندې کار روان دی چې تر اکتوبر وروسته د بریتانیا او اروپايي ټولنې تر منځ تګ راتګ څرنګه تنظیم شي.

«غیر مسئولانه او بې احتیاطه اقدام»

دې اعلان د بریتانیا د پارلمان ډیر غړي اندیښمن کړي دي. په دوی کې ځيني یې د جانسن د محافظه کاره ګوند غړي هم دي. د پارلمان غړي البرتو کوستا، پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې دا یو غیر عملي او د اندیښنې وړ سیاست بللی دی.

پر دې سربیره هغو سیاستوالو هم د حکومت پر دې پریکړه نیوکه کړې ده چې د بریکزیت په اړه د یوې دویمې ټولپوښتنې غوښتونکي دي.

لیبرال دیموکراتانو په یوه تویت کې ویلي دي چې دا به د پرته له یوه تړونه بریکزیت منفي اغیزې لا پسې ډیرې کړي.

(ms/nz (Reuters, AP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل