1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن د بريتانيا له پاره يوه برخليک ټاکونکې ورځ ده

۱۳۹۸ مهر ۲۷, شنبه

د بريتانيا پارلمان نن د بريګزيت يا له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا د وتلو نوې طرحې ته راېې ورکوي. د بريتانيا صدراعظم چې په دې اړه له اروپايي اتحاديې سره يو نوي توافق ته رسیدلی هڅه کوي چې د پارلمان ملاتړ هم ترلاسه کړي.

London: Brexit
انځور: picture-alliance/AP/J. Taylor

 

د بريتانيا پارلمان نن په يوه غيرمعمولي غونډه کې د بريګزت په اړه د لومړي وزير هغې نوې طرحې ته راېې ورکوي کوم چې بوريس جانس همدا روانه اوونۍ په بروکسل کې د اروپايي اتحادېې په غونډه کې له دغې اتحاديې سره ورباندې توافق ته رسيدلی دی. له همدې امله نن د بريتانيا له پاره يوه مهمه ورځ ده او د دغه هيواد پارلمان به پر دې فيصله کوي چې بريتانيا به د اکتوبر پر ۳۱مه له اروپايي اتحاديې څخه په بشپړه توګه د کوم توافق يا له توافق پرته وځي او که نه.

برتانيا نژدې درې کاله مخکې له اروپايي اتحادېې څخه د وتلو خبره کړې ده. په دې تړاو چې کومې رايې اچونې ترسره شوي په هغو کې، ۵۲ راېې له اروپايي اتحاديې څخه د جلا کيدو او ۴۸ راېې بيا په دغې اتحاديه کې د پاتې کيدو په پلوي ورکړل شوي دي.

له هغه وخت راهيسې د لندن حکومت او بروکسل ترمنځ پر دغې موضوع خبرې اترې ادامه لري. د بريتانيا لومړی وزير په حاضر وخت کې پر دې ټينګار کوي چې هغه د بريګزيت موضوع پر ټاکلې نيټه يعنې د اکتوبر پر ۳۱مه عملي کوي، که څه هغه د ېوه تړون پر اساس وي او يا هم پرته له کوم تړونه.

د بريتانيا لومړي وزير د پنجشنبې په ورځ د بريګزټ پر  موضوع له اروپايي مذاکراه کونکو سره يوې هوکړې ته ورسيد او هغه به نن هڅه کوي چې له خپلې دغې نوې طرحې څخه د بريتانيا د پارلمان ملاتړ هم تر لاسه کړي.

په بريتانيا کې له ۱۹۸۲ کاله راپه دېخوا دا لومړی ځل دی چې د پارلمان غړي د شنبې په ورځ غونډې ته رابلل کيږي. په عين وخت کې داسې تمه هم کيږي چې په زرونو هغه بريتانويان به په اعتراضونو لاس پورې کړې کوم چې د بريګزت په اړه د يو نوي ريفرينډم غوښتنه کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل