د مهاجرو په اړه معلومات وړاندي کوونکي اروپايي سازمان «انفو ميګرينټس» وايي، د مهاجرو په چارو کې «د افغان مهاجرو د پيوستون اتحاديه» په نوم سازمان د دې پخلی ورته کړی چي چې د يونان په کمپونو کې ميشتې بعضي افغان ميرمنې هم د جنسي تاوتريخوالو سره مخامخ شوي دي.
تيره اوونۍ د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) رپوټ ورکړی وو چې چې دغې ادارې په ۲۰۱۷م کال کې د شاوخوا ۱۸۰ مهاجرو ښځو په اړه داسې پيښې ثبت کړي دي، چې يونان ته تر رسيدلو وروسته د دغه هيواد په کمپونو کې تر جنسې ځورونې او تاوتريخوالو لاندې نيول شوي دي.
په يونان کې د «افغان مهاجرو د پيوستون اتحاديې» څخه رضا غلامي په وينا چې په کمپونو کې مهاجر په عادي خيمو کې ژوند کوي او دومره څوک نشته چې د خوندي امنيت له پاره يې لازم اقدامات تر لاس لاندې ونيسي. غلامي «انفو ميائيګرنټس» ته په دې اړه وويل: «په ۲۰۱۵م کال کې د افغان ميرمنو په اړه د جنسي تاوتريخوالو څو پيښې رامنځ ته شوې وې. د مهاجرو دوه داسې کمپونه چې هلته پر ښځو د جنسي تيريو پيښې زياتې تکرارېدې بند کړل شوي دي. افغان ميرمنې نه يوازې خپله د افغان مهاجرو له خوا جنسي ځورول شوي بلکه د نورو مهاجرو له خوا هم ورسره تاوتريخوالي شوي دي.»
د يونان په کمپونو کې د کمپونو له وړتيا څخه ډير مهاجر ژوند کوي او په کې د ژوند سهولتونه هم ډير لږ دي.انځور: DW/V. Haiges ورته مطالب:
«د يونان کمپونو په تشنابونو کې پر مهاجر ښځو جنسي حملې شوي»
په یونان کي مهاجر په سختو رواني مشکلاتو اخته دي
په دې برخه کې يوه ستونزه دا هم ده چې افغان ميرمنې د خپل عزت ساتنې په موخه نه غواړي ورسره شوي تاوتريخوالي له چارواکو سره شريک کړي. غلامي په دې اړه وويل: «په ۲۰۱۵ يا ۲۰۱۶ کال کې څو تنو نارينه وو يوې واده شوې افغان ميرمنې ته د چاقو په ښکاره کولو له هغې سره تاوتريخوالی ترسره کړی وو. ما غوښتل چې د دغې پيښې په اړه چارواکو ته خبر ورکړم، خو دغې ښځې د خپل عزت خوندي ساتلو او د پيښې د پټولو د پاره د دغه کار مخنيوی وکړ.»
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ تيره اوونۍ ويلي وو چې د يونان په کمپونو کې د ۶۰۰ کسانو څخه معلومات تر لاسه کړي دي چې د جنسي، مذهبي او قومي امتيازاتو پر اساس تر زورونو لاندې نيول شوي دي.
په يونان کې د مهاجرو په چارو کې افغان ټولنې د يونان له حکومت څخه غوښتي دي تر څو په کمپونو کې له ګنجايش څخه ډیر مهاجر ځای پرځای نه کړي او ترڅنګ په کې د اوسيدنې وضعيت او امکانات ښه کړي.
د موضوع سره په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د يونان په لیسبوس ټاپو کې ميشت مهاجر نور د سختيو ډک ژوند د دوام توان نه لري. ډیري موسسې چې له مهاجرو سره يې د روغتيا او نوري قانوني مرستې کولي، د مخه لا له دغه ځايه څخه وتلي دي.
انځور: DW/V. Haigesد آژه سمندرګي پر غاړه بند پاتي مهاجر
اروپا اعلان وکړ چې په يونان کې مهاجرو ته د رسيدګي په برخه کې بوديجه يې په اګست مياشت کې خلاصه شوه. تر هغې وروسته مهاجرو ته د رسيدګۍ ټول مسئوليت ته يونان په يوازې سر اوږه ورکړې ده. د دې تر څنګ، د لیسبوس مهاجرو د انتقال او يا بشري مرستو په برخه کې هم د هيڅ کوم مشخص پلان څرک نه ليدل کيږي.
انځور: DW/V. Haigesپه ليسبوس ټاپو کې د موريا په نوم د راجستر تر ټولو مهم مرکز او هغې ته ورته نور مرکزونه هم په دې نه شي توانيدلی چې حتي د تازه راتلونکو لږ شمير مهاجرو وضعيت ته هم سمه رسيدګي وکړي. دلته فشارونه خورا لوړ دي. موجوده بد وضعيت په چټکۍ سره د تاوتريخوالو سبب واقع کيږي. يوه روښانه بيلګه يې د مختلفو هيوادونو د اتباعو ترمنځ د لفظي او فزيکي شخړو رامنځ ته کيدل دي.
انځور: DW/V. Haigesله موريا څخه بهر په دغه ځای کې د شامپو او اوبو ډیر خالي بوتلونه او نور کثافات غورځول شوي دي. تر څنګ د دې چې په کمپ کې روغتيايي خدمتونو د کمښت ستونزه ده، خلک هم په دغه ځای کې د ژوند د يو ښه ماحول جوړولو په برخه کې پاتې راغلي دي.
انځور: DW/V. Haigesد يوې پياله چای توان هم نه شته
دغه اريتريايي مهاجر په خپله خيمه کې له دې بابته بخښنه غواړي چې د چاي تيارولو امکانات نه لري. هغه چې درې مياشتې مخکې ليسبوس ته راغلی دی له هماغه وخته راهيسې د خپلې پناه غوښتنې د ځواب په تمه دی. دی وايي: «دلته په موريا کې ډیري ستونزي دي». د مختلفو نژادونو خلکو ګډي خيمې په کمپ کې د اخ و ډبونه د رامنځ ته کيدو سبب واقع کيږي.
انځور: DW/V. Haigesيو افغان مهاجر د اعتراض په توگه د کارتن پر کاغذ ليکلي دي: موږ هم انسانان يوو، ژوي نه يوو، د موريا کمپ دوږخ دی. دغه افغان تر يوه کال زيات وخت کیږي چې د يونان په لیسبوس ټاپو کې د خپلې پناه غوښتني د ځواب په تمه شپې او ورځې تيروي. د معلوماتو نه ورکول، د کمپ بد وضعيت او بلاخره بيرته افغانستان ته د اخراج ويره هغه څه دي چې د مهاجرو ژوند يې تريخ او د روحي فشارونه سبب شوي دي.
انځور: DW/V. Haigesمهاجرت د اقتصادي ستونزو سبب
د سيمې يو تن اوسيدونکی له افغان مهاجر سره بحث کوي چې د مهاجرو د شتون له امله يونان ته د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۷۵ سلنه لږ سيلانيان راځي. د يونان اقتصادي بحران هم په لیسبوس ټاپو کې د خراب وضعيت په رامنځ ته کيدو کې رول لرلی دی. له بلې خوا که څه هم د سيمې ډير اوسيدونکي له مهاجرو سره خواخوږي لري خو په ټوله کې په دې باور دي چې هيواد يې د اوږدې مودي له پاره د مهاجرو مقابله نه شي کولای.
انځور: DW/V. Haigesپه ليسبوس ټاپو کې رضاکاران خپلې هڅې کوي، په ځانګړې توګه د روغتيايي خدمتونو په برخه کې چې تر ټولو اړينه ده. آلمانۍ داکتره «يوتا مای والد» د دوو اونيو له پاره ليسبوس ته تللې، څو له مهاجرو سره روغتيايي مرستي وکړي. هغه وايي چې ډیري روغتيايي ستونزي په موريا کمپ کې د موجوده بد وضعيت له کبله رامنځ ته شوي دي. د کمپ اوسيدونکي تر ډيره له دردونو او زيانونو شکايت کوي او داکتران ورته د درد ضد درمل ورکوي.
انځور: DW/V. Haigesد موزايک ملاتړ کوونکی مرکز د مهاجرو له پاره يو ښه فرصت دی. دا ډول فعاليتونه د مهاجرو له پاره يوه ښه وقفه ده چې په دوامداره توګه د کمپ په بد حالت کې ژوند کوي. دغه ځای نه يوازي دا چې مهاجرو ته د څو ساعتونو له پاره خوښۍ وربخښي، تر څنګ دوي يوه اندازه پيسې هم په لاس راوړي، لکه دغه ايرانۍ ميرمن.
انځور: DW/V. Haigesد تازه راتلونکو مهاجرو څپې ادامه لري
هغه نوی مهاجر چې د ۲۰۱۵م کال له لومړيو څخه يونان ته راغلي، بايد انتظار وباسي، څو دوسيې يې وڅیړلي شي. خو په دې برخه کې د څيړنۍ ټکنی بهير او د يو ښه کاري پلان نه شتون د دې سبب شوی چې د ډيرو لږو دوسيو څيړني وشي. د مهاجرت نړيوالې ادارې په حواله په روان ۲۰۱۷م کال کې څه باندې ۱۴ زره مهاجر يونان ته راغلي دي. تيرکال يونان ته ۱۷۳ زره مهاجر راغلي ول، خو يوازې ۱۲۵۰۰ کسان يې ومنل.
انځور: DW/V. Haiges