1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

بغلان په یوه مسجد کې چاودنه شوې

۱۴۰۲ مهر ۲۱, جمعه

د طالبانو ادارې یوه غړي او ځايي خلکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ د بغلان ولایت په یوه مسجده کې چاودنه شوې ده چې له کبله یې د تلفاتو رامنځ ته کیدو اندیښنې موجودې دي.

Pul-e-Khumri, Afghanistan | Taliban
انځور: AFP/Getty Images

د طالبانو یوه غړي مولوي هاشمي، رویترز خبري آژانس ته ويلي دي: «چاودنه د شعیه مسلمانانو په یوه مسجد کې رامنځ ته شوې ده. مسوولین اوس زخمیان او وژل شوي کسان روغتون ته لیږدوي.»

افغانستان ته د ريچارډ بينيت ماموريت تمديد شو

لا تر اوسه پورې د پیښې له کبله د رامنځ ته شویو تلفاتو په اړه معلومات نه شته. هاشمي زیاته کړې ده چې اوس د چاودنې د څرنګوالي په اړه څیړنې روانې دي.

یوې ځایي سرچینې دویچه ویله ته وویل چې په دغه پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي او په خبره یې د شپږو کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی. خو طالبانو دغه خبر لا په رسمي توګه نه دی تائید کړی.

له افغانستانه د مغزونو تېښته؛ چاره څه ده؟

په افغانستان کې د طالبانو په بيا واک ته رسېدو سره هم، داعش ترهګرې ډلې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. دې ډلې تر اوسه پورې پر ملکیانو، طالبانو او بهرنيانو باندې بریدونه ترسره کړي دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل