د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، په حواله، د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو په اړه د سه شنبه په ورځ په بروکسل کې د یوه لاسلیک سوي تړون له مخې به په روان کال کې لا د F-16 ډوله جنگي جیټ الوتکو انتقال پیل او تر ۲۰۲۸ م کال پوری به په مجموعي ډول ۳۰ الوتکې د دغه هېواد په اختیار کې ورکول سي.زیلنسکي په بروکسل کې د بلجیم له صدراعظم الکساندر دي کرو، سره د لیدنی کتنی په څنډه کې څرگنده کړه چې یوازي په روان کال کې بلجیم غواړي چې د لږ تر لږه ۹۷۷ میلیونو په ارزښت پوځي مرستې اوکراین ته ورکړي.
د زیلینسکي، په حواله بلجیم د F-16 ډوله الوتکو د انتقال ترڅنگ له دغه هېواد سره د روسیې په وړاندې د دفاع له پاره د عصري زغره والو وسایطو، د دافع هوا د تجهیزاتو، د سمندري امنیت او ماین پاکۍ ژمنې هم کړي دي. سربیره پردې نوموړی هیواد غواړي چې له دغه ائتلاف سره د اوکراین د وسله والو ځواکونو له پاره د توپخانې او روزنیزو پروګرامونو د چمتو کولو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
بلجیم له سیاسي پلوه پر نورو سربیره، په اروپايي ټولنه او ناټو کې د اوکراین د مطلوب الحاق له پاره خپل ملاتړ تضمین کړ.
د بلجیم صدراعظم، دي کرو د دغه تړون د لاسلیک کولو پر وخت خبر ورکړ چې د اوکراین ولسمشر مناسبو تجهیزاتو ته اړتیا لري ترڅو د خپل هیواد له اولس څخه ساتنه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې بلجیملازم ملاتړ ته ژمن دی. د زیلنسکي په حواله بلجیم د لومړني هیواد په توگه د امنیتي تړون له مخې د جنگي الوتکو د ورکولو د مشخص شمیر ژمنه وکړه.
د گډو امنیتي همکاریو په اړه تفاهم، د لوېدیځو اقتصادي قدرتونو د جي - ۷ د غړو هیوادونو نوښت ته ورگرځي. هغوی تیر کال د لیتوانیا په ویلنیوس کې د ناټو د سرمشریزي په څنډه کې موافقه وکړه چې هر هیواد باید په انفرادي ډول له اوکراین سره د دوه اړخیزی همکاري پریکړه وکړي، تر څو د اوږدې مودې له پاره د دغه هېواد امنیت تضمین کړای سي. بریتانیا، آلمان او فرانسې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې لا په دې کار پیل وکړ. تر هغه راوروسته په تیره دوشنبه هسپانیې هم ورته کار ترسره کړ.
خو د امریکا متحده ایالاتو او اوکراین ترمنځ لا کومه موافقه نه ده رامنځته سوې. زیلنسکي په دا وروستیو کې ويلي دي چی په دې هکله جزیات لا نه دي بشپړ سوي.
انځوریز رپوټ: د وسلو تر ټولو ستر تولیدونکي شرکتونه
هر کال په نړیواله کچه د وسلو په پلور کې زیاتوالی رامنځته کیږي. په نږدې ۲۰۰۰ میلیارده ډالرو سره، د وسلو د پلور ریکارډ په ۲۰۱۹م کال کې مات شو. په دې انځوریز رپوټ کې د نړۍ له تر ټولو سترو وسلو تولیدونکو شرکتونو سره آشنا شئ:
انځور: Lee Jin-man/AP Photo/picture-allianceدغه امریکایي کمپنۍ د نړۍ د وسلو تر ټولو ستر تولیدونکی شرکت دی. د دې کمپنۍ ۸۹ سلنه عاید د وسلو د پلور له طریقه ترلاسه کیږي. د لاکهید مارتین شرکت اکثره تولیدات د هوا- فضاء په برخه کې دي. دغې کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې تر ۵۳ میلیارده ډالرو د ډیرو پیسو وسلې پلورلي دي. انځور د لاکهید مارتین کمپنۍ تولید د امریکایي پوځ د اف ۳۵ جټ الوتکه.
انځور: Reutersبوئینګ د نړۍ د وسلو تولیدونکو په کتار کې دویم ځای نیولی دی. په ۲۰۱۹ م کال کې د دغې کمپنۍ ټول عاید ۷۶ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه و چې ۴۴ سلنه یي د جنګي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه کړي دي.
انځور: Krzysztof Kaniewski/ZUMA Wire/picture allianceد نورثروپ ګرومن امریکايي کمپنۍ د جنګي تجهیزاتو د طرحې او تولید، جنګي الوتکو، کیښتیو، الوتکې لیږدونکي بیړیو، سپوږمکیو، رادار، د توغندیو دفاعي سیستم او نورو د تولید په برخه کې فعالیت کوي. په ۲۰۱۹ م کال کې دې کمپنۍ ۲۹ میلیارده ډالره یا ۸۶ سلنه د ټولو فروشاتو څخه د جنګي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه کړي دي.
انځور: Alan Radecki/U.S. Navy/Northrop Grumman via Getty Imagesد ریتیان Raytheon امریکایي کمپنۍ فروشات په ۲۰۱۹م کال کې ۸ سلنه زیات شوی و. د دې کمپنۍ ۸۵ سلنه عاید یعنې ۲۵ میلیارده ډالره یي د جنګي وسایلو له درکه ول. دغه کمپنۍ په نړۍ کې د رهبري کیدونکو توغندیو تر ټولو لوی تولیدونکی بلل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/T. Sloanدغه امریکایي شرکت چې هوایي یا فضایي صنایع تولیدوي د خپل عاید ۶۲ سلنه برخه چې څه باندې ۲۴ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره کیږي د جنګي وسایلو د پلور له لارې ترلاسه کوي. جنرال داینامیکس د اف ۱۶ جنګي الوتکې (عکس کې) تولیدونکی شرکت دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Wolfgang Mendorfآویک چینایي شرکت (Aviation industry Corporation) په چین کې د وسلو د تولید تر ټولو ستر شرکت دی. په ۲۰۱۹م کال کې د دې شرکت ۳۴ سلنه عاید یعنې ۲۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره د جنګي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه شوي دي. آویک د الوتکو، بی پیلوټه الوتکو او هیلي کوپترونو تولیدونکی دی.
انځور: Shan He/dpa/picture allianceدغه بریتانوي شرکت په ۱۹۹۹م کال کې د «بریټش آیروسپيس» او «جي ای سي- ماکروني» شرکتونو له یوځای کیدو څخه رامنځته شو او له هغه وخت راهیسې د نړۍ د وسلو د تولید یو له تر ټولو لویو کمپنیو څخه شمیرل کیږي. د دې شرکت ۹۵ سلنه عاید یا ۲۲ میلیارده ډالره یي د جنګي وسایلو د پلور له طریقه وو. دغه کمپني د جنګي الوتکو لیږدونکو بیړیو، اوبتلونو په تولید او د اف ۳۵ او یورو فایټرر په جوړولو کې شراکت لري.
انځور: Getty Images/AFP/L. Parnabyدغه چینایي کمپنۍ په الکترونیک او رادار صنایعو په برخه کې فعالیت کوي او ۴۶ سلنه یا د ۱۵ میلیارده ډالرو معادل فروشات یي د نظامي وسایلو د پلور له طریقه ترلاسه کړي دي.
انځور: Dongxu Fang/Costfoto/picture alliance د نورینکو «Norinco» چينایي کمپنۍ چې یو له تولیداتو څخه یي ټانک دی په نړۍ کې د وسلو یو له لویو تولیدونکو څخه دی. دغه شرکت په ۲۰۱۹م کال کې د ۱۴ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالرو وسلې پلورلي دي. دا مقدار د دې کمپنۍ ۲۲ سلنه فروشات تشکیلوي.
انځور: Reuters/J. Leeدغه امریکایي کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې د «ګروه هریس» او «ال ۳ ټکنولوژي» له ادغام څخه رامنځته شو او د نظامي مخابراتو په برخه کې، د شپې دوربین، د الکترونیکي قوماندې مرکزونو او نورو د تولید په برخه کې فعالیت کوي.۱۴ میلیارده ډالره یا ۷۷ سلنه له فروشاتو څخه یي د وسلو پورې اړه پيدا کوي.
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture allianceدغې امریکایي کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې تر ۱۳ میلیارده ډالرو د ډیرو پيسو وسلې پلورلي دي. خو دا د دغې کمپنۍ د فروشاتو یوازې ۱۷سلنه برخه تشکیلوي. یونایټډ ټکنولوژي په ۲۰۲۰م کال کې له ریتیان سره یوځای شو او اوس په نړۍ کې د وسلو د سترو تولیدونکو په کتار کې شمیرل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpaد لئوناردو ایټالوي کمپنۍ د عاید ۷۲ سلنه برخه د وسلو د تولید له درکه ترلاسه کیږي. دغه کمپنۍ په کلني حساب تر ۱۱ میلیارده ډالرو د ډیرو پیسو وسلې صادروي. دغه کمپنۍ د یورو فایټر جنګي الوتکو په تولید کې هم برخه لري.
انځور: DW/Teri Schultzمسافربري الوتکې د ایرباس کمپنۍ د شهرت اصلي دلیل دی. خو د دې شرکت ۱۴ سلنه عاید د نظامي وسایلو د تولید له درکه ترلاسه کیږي. ایرباس تر ۱۱ میلیارده ډالرو ډیر نظامي محصولات خرڅوي، خو مجموعي فرشات یي ۷۹ میلیارده ډالره و. آلمان او فرانسه ۱۱ سلنه او هسپانیا ۴ سلنه په دې شرکت کې ونډه لري.
انځور: Hauke-Christian Dittrich/dpa/picture allianceد تالس فرانسوي کمپنۍ په اروپا کې د وسلو د تولید دریمه کمپنۍ ده. د دې کمپنۍ د اسهامو ۲۶ سلنه برخه د فرانسې د دولت په اختیار کې ده. دغه کمپنۍ په کلني حساب د ۹ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه یورو په ارزښت وسلې خرڅوي چې دا د تالس کمپنۍ د مجموعي عاید ۴۶ سلنه برخه تشکیلوي.
انځور: Getty Images/AFP/E. Piermontد دغې روسي کمپنۍ ۹۸ سلنه محصولات وسلې تشکیلوي. «آلماز- آنتي» د فروشاتو له کمښت سره مخامخ شوی دی او د پوځي صنایعو په رده بندۍ کې درې درجې ښکته شوی دی. خو سره له دې هم دغې کمپنۍ په ۲۰۱۹م کال کې ۹ میلیارده یورو فروشات درلودل.
انځور: Imago/Itar-Tassد متحده اماراتو د «EDGE» شرکت د عربي هیوادونو لومړنی شرکت دی چې د نړۍ د وسلو د ۲۵ سترو تولیدونکو شرکتونو فهرست ته داخل شوی دی. د آلمان دوه شرکتونه د نړۍ د ۱۰۰ شرکتونو په لیست کې موجود دي. د راین متال شرکت د لئوپارد ټانک (انځور کې) جوړونکی، د نږدې ۴ میلیارده ډالرو په فروشاتو سره یو له دغو شرکتونو څخه دی.
انځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance GP/BS/AG