1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلجیم د داعش د پخوانیو جنګیالیو کورنۍ بهر نه شي ساتلی

۱۳۹۷ دی ۲۹, شنبه

د اسلامي دولت یا داعش د پخوانیو جنګیالیو کورنۍ اوس د سوریې د توقیف په کمپونو کې بند پاتې دي. د پلجیم حکومت غوښتل چې دغه کسان په همدې هیواد کې وساتي، خو اوس یوې محکمې ویلي چې دا کار نه شي کیدای.

Irak Kinder IS
انځور: Getty Images/S. Hamed

هايدي دي پاو هيڅ وخت داسې فکر نه کوه چې د زيانمنو شویو ماشومانو د يوې وکيلې په توګه دې د خپل کار په دليل په مرګ وګواښل شي. د ماشومانو ملاتړ کوونکي سازمان «چايلد فوکس» چې د بلجيم د څانګې مشري یر د هایدي دي پاو، پر غاړه ده د ۲۰۱۸م کال په دوبي کې يو کمپاين پیل کړ چې د هغو بلجيمي اتباعو ماشومان بيرته دې هیواد ته راولي چې سوریې او عراق ته د داعش له پاره د جنګیدو له پاره تللي ول.

له هغې مودې راهیسې هادي دي پاو د ايميل او ټولنيزو رسنيو له لارې ډير له کرکې ډک ليکونه او پيغامونه ترلاسه کړل. ياد ليکونه چې د تاوتريخوالو انځورونه هم له ځانه سره لري، په کې ويل شوي چې دغه ماشومان بايد د حيواناتو په څير په اوبو کې ډوب او له منځه يوړل شي. يو شمير دا ډول پيغامونو د ميرمن دي پاو پر ټويټر لیدل کیدای شي.

هايدي دي پاو له دويچه وله سره په مرکه کې وويل: «زه نه شوای کولای دغه څه درک کړم، ځکه ما يوازې د ماشومانو له حقونو څخه دفاع کوله.»

د هغې سازمان په سوريې کې د کردي ملیشو په کمپونو کې ۱۸ داسې بیلجیمي ماشومان په ګوته کړي دي چې ډیر شمیر یې له خپلو مورګانو سره اوسیږي. لږ تر لږه یو ماشوم داسې دی چې مور او پلار نه لري او په دې کمپونو کې یوازې وخت تیروي.

دې پاو وایي: «موږ کولای شو د دغو ماشومانو د ميندو په اړه خبرې وکړو. هغوې د خپل ژوند په يو خاص پړاو کې دا تصميم نيولی چې له اسلامي دولت سره يو ځای شي. خو زه داسې ماشومان وینم چې ډیر یې آن شپږ کلن نه دي. له همدې کبله دا زما له پاره ډیره سخته وه.»

دې پاو په اکتوبر میاشت له یوه خبریال سره د سوریې په شمال کې دغو کمپونو سفر وکړ. خبریال بیا د دغو ماشومانو د ژوند په اړه مستندونه جوړ کړل. د هغې په خبره هغه وخت یې زړه مات شو چې ماشومانو ته یې یو کتاب ورکړ او پوه شوه چې دغو ماشومان هیڅ وخت کتاب نه وو لیدلی او ډوډۍ یې هم له دې کبله مخ په کمیدو وه چې د کردي ملیشو امکانات لږ شوي دي.

هایدي دي پاو د سوريې په شمال په يوه کمپ کې د«اسلامي دولت» د يوه پخواني جنګيالي له يوه ماشوم سرهانځور: privat

هغه وایي چې دغه ماشومان په ښه روغتیایي وضعیت کې نه دي. دي پاو زياتوي، وروسته له هغې چې د دغو ماشومانو د مخ په خرابيدونکي وضعيت په اړه انځورنه خپاره شول او روښانه شوه چې هغوی کم عمره دي، اوس داسې احساس کوي چې په ټولنه کې عامه ذهنيت بدل شو. هغه وايي. «دا د عطف يوه نقطه وه»

خو د ذهنیت دغه بدلو د کم وخت له پاره وو. 

 د نغدي جريمې ټاکنه

که څه هم د بلجيم حکومت مخکې داسي يو تصميم نيولی وو چې هغه ماشومان چې عمرونه يې له لسو کلونو ښکته وي بيرته بلجيم ته راوستل شي، خو د دغه تصميم د اجرا له پاره ېې کوم عملي اقدامات تر لاس لاندې نه دي نيولي. تر ټولو د مخه د دې پوښتنې په اړه چې آیا د دغو ماشومانو ميندي هم بلحيم ته راوستل کيږي که نه، محتاطانه غبرګونونه شتون لري.

کردي وسلوالو ياغيانو ته لاسرسی، کوم چې د امريکا متحده ايالتونو ملاتړ له ځانه سره لري، هم ګران دی. هغوی له ديپلوماتيک لحاظه نه دي پیژندل شوي چې وشي کړای هغو ماشومانو ته چې هويت يې په رسمي توګه واضح شوی نه دی، د سفر اسناد صادر کړي. همدا ډول د سوريې له حکومت سره هم ديپلوماتيکې اړيکې شتون نه لري.

د بلجيم يوې محکمې په ۲۰۱۸م کال کې د دوو ښځو هره يوه بشرا ابوالال او تاتيانا ويلند په ګټه حکم وکړ. دا هغه ښځې وې چې په سوريې کې د مهاجرو په الهول کمپ کې له خپلو شپږو اولادونو سره بندېانې وې. دغې محکمې په بروکسل کې په خپله لومړنۍ غونډه کې وويل چې دغه دواړه ښځې چې خاوندان يې د «اسلامي دولت» جنګيالي ول، بايد له ماشومانو سره يې بيرته بلجيم ته راوستل شي.

که څه هم د محکمې دغه حکم يوازې همدې دوو کورنيو په اړه دی، خو په بروکسل کې د بلجيم حکومت غواړي د هغو ۱۸ ماشومان له پاره هم پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسي کوم چې د ماشومانو د ملاتړ سازمان «چایلد فوکس» له خوا يې پيژندګولي شوې ده. له هغه وخت راهیسې چې د بلجيم حکومت په دې اړه مثبت نظر ورکړی، ميرمن دي پاو يو ځل بيا له کرکې ډک پيغامونو سره مخامخ شوې ده.

له بل لوری د بلجيم د کډوالو د چارو وزير مګي دي بلوک، غواړي چې د دغه حکم پر وړاندې د بيا کتنې غوښتنه وکړي. هغه ويلی دي چې د ابو الال او ويلند منلو ته چمتو نه دی. خو د بلجيم عدليې وزارت په دې دليل چې د محکمې بهير لا په جريان کې دی، په دې اړه څه نه دي ويلي.

په الرقعه کې د «اسلامي دولت» د يوه پخواني جنګيالي ميرمن انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

خو دغه وزارت د هغو دوو بلجيمي نجونو په اړه چې ميندې يې په ترکيه کې د «اسلامي دولت» سره د همکارۍ په تور بنديانې دي، ويلي دي چې د دغو دوو پيغلو اسناد آماده دي تر څو هغوی وشي کړای له خپلو خپلوانو سره په ترکيه کې ژوند وکړي.

په بلجيم کې د تروريزم پر وړاندې د مبارزې «ايګمونت» له موسسې څخه توماس رنادر په دې بارو دی، بيلجيميان چې د بندي شویو کورنيو د بيرته ستنيدو په اړه مخالفت کوي، سم فکر نه کوي. هغه وایي چې که دغه کورنۍ بلجیم ته ستنې شي نو د سوریې کې به یې تر پاتې کیدو خطر کم وي. هغه په دې نظر دي چې دغه ښځې د افراطي کیدو په صورت کې ټولنې ته لا لوی ګواښ رامنځ ته کړي.

رنارد وایي: «دا داسې کسان دي چې له قانوني لحاظه شتون نه لري. له همدې کبله د هغوی د ګوتې نښانونه، د مخ د تشخیص نښانونه او نومونه یې نه دي ثبت شوي. او دا یو اضافي خطر دی چې موږ یې باید په پام کې ونیسو.»

دا انځو چې ماشومان دې تر څو کلونو لادرکه کیدو بیا ځلي وموندل شي په داسې حال کې چې له سیستم څخه په بشپړه توګه لادرکه شوي وي، د اندیښنې وړ دی. له همدې کبله یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې دغه ماشومان مخکې له دې چې په بشپړه توګه له لاسه ووځي، بیرته وستنول شي.

د هایدي دي پاو، له پاره د دغو ماشومانو بقا مطرح ده. هغه وایي چې یو بیلجیمي ماشوم په ساتنځاي کې د بدو شرایطو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، یو بل یې بیا ډیر ناروغه دی او ښو روغتیایي پاملرنو ته اړتیا لري. هغه وایي چې «موږ د داسې ماشومانو په اړه خبرې کوو چې زما له نظره بیګناه دي. دغه ماشومان نه شي کولای د داسې وحشتناکو اشتباه ګانو او مواردو مسوول وګڼل شي چې میندو او پلرونو یې کړي دي».

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب