1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

بلخ: موټر بم شپږ سرتیري وژلي دي

۱۳۹۸ دی ۵, پنجشنبه

په بلخ ولایت کې د یوه موټر بم د چاودنې په پایله کې چې هدف یې د افغان پوځ یو مرکز وو، شپږ سرتیري وژل شوي دي. د دفاع وزارت د پنجشنبې په سهار رامنځ ته شوې دغه پیښه تایید کړې او پړه یې پر طالبانو اچولې ده.

Afghanistan Angriff der Taliban auf eine Militärbasis in Masar-i-Scharif
انځور: Getty Images/AFP/F. Usyan

د موټربم تر چاودنې وروسته، یو شمیر وسله والو د پوځ پر مرکز باندې حمله وکړه او هلته یې له افغان ځواکونو سره جګړه پیل کړه.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. د افغانستان د دفاع وزارت په یوې بیانیه کې ویلي دي چې په پیښه کې درې تنه نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد، روښانه کړې ده چې د پوځ په مرکز کې د یاغیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتو څو ساعته دوام کړی دی.

په وروستیو وختونو کې په بلخ ولایت کې د طالبانو فعالیت ډیر شوی دی. دغې ډلې د سه شنبې په ورځ په دولت آباد ولسوالۍ کې هم د پوځ پر یوې پوستې باندې برید وکړ چې په پایله کې یې اووه افغان ځواکونه ووژل شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل